پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+بغلان مېشتو فرهنګیانو غزل شپه جوړه کړه

بغلان مېشتو فرهنګیانو غزل شپه جوړه کړه

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ددې ولایت د لسګونه شاعرانو ، د  بغلان پوهنتون د  ادبیاتو او بشري علوموپوهنځي  د پښتو څانګې د استادانو او محصلینو ګډه مشاعره د غزل شپې تر سرلیک لاندې د میشتو فرهنګیانو، شاعرانو او لیکوالانو د هڅونې په موخه د شاعر وسیم مومند په کوربه توب  ترسره شوه.

د غزل شپې په پیل کې د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي استاد پوهنمل ګل رحمان رحماني د پښتو شعر د شالید، پراختیا ،پرمختیا ، له انساني روح، مینې او ټولنې سره یې  په تړاو هر اړخیز معلومات د مشاعرې ګډونوالو ته وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې ورته ادبي ناستې او مشاعرې د پښتنو شاعرانو او فرهنګیانو روحیه د پنځونې لپاره پیاوړي کوي څو له ښو ښه منظوم او منثور اثار وپنځوي.

دغه راز د بغلان ځايي شاعر جمعه خان توخي په اوس کې وخت کې د شعراو ادب وده په بغلان ولایت کې د پام وړ وبلله او ټینګار یې وکړ چې د ادبي او فرهنګي ناستو دوام به نوو راټوکېدولو شاعرانو او لیکوالانو ته سوژې په لاس ورکړي څو له ښو ښې لیکنې چې د ټولنې ستونزې او واقعیتونه پکې په بې پرې ډول منعکس شوي وي وپنځوي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هُنر او ادبیاتو عمومي مُدیر نورګل اندړوال  ادبي او فرهنګي ناستې، مشاعرې او غزل شپې د پښتو ادب د بډاینې او د فرهنګیانو د ادبي وړتیا لوړولو او تجربو تر لاسه کولو لپاره ډېرې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه چې د ورته  غزل شپو او فرهنګي ناستو په جوړولو سره دې شاعرانو او لیکوالان خپل ادبي تخلیق شوي اثار او فرهنګي تجربې سره تبادله کړي.

په ازاده مشاعره کې ګنو شاعرانو د حماسي، غنايي ، تصوفي او عرفاني شعرونو سربیره خپل خیالونه د الفاظو په ورېښمنو غېږ کې راوړل او یو بل ته یې واورول چې له منظومو کړو کلامونو یې ټولو خوند واخیسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب