جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهط-انو پر پاکستاني کلدارو بنديز ولګاوه

ط-انو پر پاکستاني کلدارو بنديز ولګاوه

تاند:(شنبه ،د ميزان ۹مه)‏‌ په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې د پاکستاني کلدارو په استفادې بندیز لګولی.

د خپرو شويو راپورونو په اساس، دغه بندیز د طالبانو د استخباراتو ادارې لګولی او صرافانو ته اخطار ورکړل شوی،چې له پینځو سوو د زياتو کلدارو معامله ونه کړي.

طالبانو اخطار ورکړی،چې سرغړونکو کسانو سره به جدي چلند وکړي.

د طالبانو د استخباراتو ادارې نورو کاروباریانو ته هم د کلدارو د نه استعمال خبرداری ورکړی.

ځینو اقتصادي شنونکو د طالبانو د دغې پریکړې هرکلی کړی او د افغانيو د پولي ارزښت په ساتلو کې ېې مهم ګام ګڼلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...