یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ترکیې هوايي شرکت کابل او مزار ته بیا الوتنې پیلوي

د ترکیې هوايي شرکت کابل او مزار ته بیا الوتنې پیلوي

تاند (شنبه، د میزان ۹ مه) ټاکل شوې ده چې د ترکیې هوايي شرکت (ترکش ایرلاینز) کابل او مزارشریف ښارونو ته الوتنې بیا پیل کړي.

دې هوايي شرکت له تېرو لسو کلونو راهیسې افغانستان ته الوتنې لرلې خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د ګڼو نورو هوایي شرکتونو په شان یې الوتنې تم کړې.

کابل ته د ترکش ایرلاینز وروستۍ الوتکه د ۲۰۱۱ په جولای کې راغلې وه او وروسته د کورنا وبا د خپرېدو او د طالبانو د واک ته رسیدو له امله یې کابل او مزارشریف ته الوتنې وځنډولې.

ترکش ایرلاینز پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې کابل ته به یې لومړنۍ الوتنه د مارچ په ۲۷ نېټه وي او د ټکټ ریزرف کول به د مارچ په ۲۶ مه پیل کړي.

د طالبانو له واک ته رسیدو شاوخوا یو کال وروسته د ایران، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې او قطر هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې بېرته پیل کړي دي. خو لا هم د دغو هیوادونو د هوايي شرکتونو الوتنې د پخوا په شان منظمې نه دي.

د کابل د هوايي ډګر د ترمینل ترمیم شوی او کابو یوه میاشت پخوا د طالبانو حکومت له یوه اماراتي شرکت سره د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د مسافرو د تلاشۍ او کنټرول په اړه قرارداد لاسلیک کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب