موږ خو مظلوم قـشر یوو، ښځې یوو.»
(د نجونو د ښوونځیو ستونزه)
دا له ژړا او درد سره مل څو جملې:
«زموږ له احساساتو سره مو ولې داسې لوبې وکړې؟
ولې مو ناهیلې بېرته خپلو کورونو ته واستولو؟
موږ درته څه ویلي؟
موږ خو مظلوم قشر یوو، ښځې یوو.»
د هغې مکتبۍ له خولې راوتلې څو پوښتنې دي چې په «۱۰/۰۹/۲۰۲۲» نېټه د افغانستان په پکتیا ولایت کې ښوونځي ته نه ده پرېښودل شوې. ایا له چا سره یې ځواب شته؟
تر موږ بدمرغه خلک به چېرې وي چې لمسیانې، خویندې، لورگانې او نوی نسل مو د پوهې زدکړې له پاره ښوونځي ته تلل غواړي؛ خو موږ ټوپک او کوتک په لاس ورته ولاړ یو او نه یې پرېـږدو.
د نجونو د ښوونځيو خوشالۍ په هلالا کې ما د یوې مقالې په ترڅ کې لیکلی وو چې: «… خو زما ویره دا ده چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستل کېدو هیلې، د واکدارانو د خپلمنځي تضادونو ښکار نه شي او د تعلیم دا سپینه کوتره چې د څو سیمو په هوا کې وزرې غوړولې دي، بېرته یې د کوم ټوپک میل سینې ته ورسیخ نه شي.»
څوورځې نه، بلکې څو ساعته وروسته د نویو واکدارانو ویاند ښاغلي مجاهد خبریالانو ته وویل چې موږ نه یو خبر چې دا امر چا کړی دی، موږ به د دې موضوع په باب پوښتنې وکړو او…
نور تفصیل د تاند په دې رپوټ کې:
«مجاهد: پکتیا کې د نجونو ښوونځيو د خپلسرې پرانيستې په اړه څېړنې کوو.»
دغه راز په همدې برخه کې یوه بله خبرې منبع (دوچولې ـ پښتو)
هم یو رپوټ خپور کړی دی چې طالبانو ویلي دي چې په پکتیا کې د ښوونځیو د پرانستلو په باب به څېـړنه وکړي:
«طالبان وايي، پکتیا کې د ښوونځیو پرانستلو په اړه څېړنه کوي.»
ښاغلي محاهد بیا ـ بیا پر خپلې دې خبرې ټينگار وکړ چې: «د ښوونځيو د خپلسرې پرانيستې حق څوک نه لري»
د مجاهد صاحب د یادې څېـړنې د پایلو له راڅرگندېدو پرته ښوونځي وتړل شول او د میډیا پر مخونو دا توري راڅرگند شول چې له شپـږم ټولګي څخه پورته د نجونو هغه ښوونځي چې د قومي مشرانو او د معارف د سيمه ييزو چارواکو په نوښت په پکتیا کې پرانستل شوي وو، بېرته تړل شوي دي او د ښونځیو د بیا تړل کېدو په اعتراض کې د پکتيا په مرکز گردېز ښار کې سلگونو نجونو له دې کبله لاریون کړی او د خپلو ښوونځيو د بېرته پرانستل کېدو غوښتنه یې کړې ده. نور حال د تاند په په لاندې لنډ رپوټ کې:
«د پکتيا سلګونه نجونو له ښوونځيو د ويستل کيدو په غبرګون کې لاريون وکړ.»
تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه) د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې سلګونه نجونو له دې کبله لاریون کړی،چې طالبانو ښوونځيو ته نه دي پريښي.
خبري سرچينو له څه باندې يوې اونۍ راهيسې د قومي مشرانو او د معارف د سيمه ييزو چارواکو په ابتکار په پکتیا کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ټولګيو د پرانيستلو خبر ورکړی و.
په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه د څېړنو خبر ورکړی او ویلي و،چې د ښوونځيو د خپلسرې پرانيستې حق څوک نه لري.
نن له پکتیا څخه خپاره شوي ويډيو ګانو ښودلې،چې سلګونه نجونو د لاریون په بڼه له شپږم څخه پورته ټولګيو ته د دوی د پريښودلو لپاره ښار ته راوتي.
په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د یادو نجونو ملاتړ کړی او له طالبانو ېې غوښتي چې نور د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډ نه شي.
طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په ورته وخت کې نا تاييد شوي راپورونه څرګندوي،چې د طالبانو استخباراتو د دغو نجونو د ښوونځيو پرانيستونکي مسوولین بنديان کړي او نجونې د هغوی په ملاتړ ښار ته وتلي.»
داسې ویل کېـږي چې په یادو مظاهرو کې وهل ټکول او توقیفول هم شوي دي، ځینې مظاهره کونکې نجونې د طالبانو له خوا توقیف شوې دي چې د معارف ځینې خواخوږي یې د خلاصون غږ کړی دی:
«د پکتیا د مظاهرو د نیول شویو نجونو زده کوونکو او ښوونکو د خوشي کیدو لپاره غږ اوچت کړﺉ. سهیلا د احمدالله لور او د پیرانو د لېسې ښوونکې، نجینه د مصطفی لور او د شاه قمبر لېسې د دولسم ټولګي زده کونکې او دوه نورې میرمنې تر اوسه د ط البانو په زندان کې دي.»
هغه څوک چې د نجونو له تعلیم سره مخالفت کوي، هغوی په دې نه پوهېـږي چې ټولو خلکو، څو نسلونو او حتی بشریت ته داسې زیان ور اړوي چې جبیره کول یې یا ستونزمن دي او یا ناشوني دي؛ ځکه نو موږ له ټولو هغو اشخاصو نه عاجزانه غوښتنه کوو چې بې دلیل او بې منطقه دې د نجونو د زدکړو له پاره خنډونه نه جوړي او په لوی لاس دې د ټولنې نیمايي د بربادۍ کندې ته نه ورپورې وهي.
له ښوونځي راگرځول شوې یوه نجلۍ په سرو سترگو او چیغو ـ چیغو خپل شکایت او غوښتنه ټولو ته اوروي. کوم غږ چې زموږ د وطن دې پیغلو جگ کړی دی او د ښوونځیو د پرانستلو کومه غوښتنه چې دوی په خپله مظاهره کې مطرح کړې ده، دا د افغانستان د ټولو خلکو غږ او غوښتنه ده. د دې نجلۍ ویدیو نن (۱۰/۰۹/۲۰۲۲) په افغان میډیا کې د حق غوښتنې د یوې چغې په ډول ښکته پورته کېـږي، دې ویدیو ته یو افغان فیسبوک کارن داسې لیکلي دي:
«تاریخ به دا هم ولیکي چې د دې وطن نجونې یو وخت په تعلیم او رڼا پسې په سرو سترګو ژړل.
نو ګیله مې ځکه وکړه!
ای د عدالته ربه! دا لوبه خو ورانه کړه.»
نوره نړۍ کې زدکړو ته د امکاناتو تروروستي برید پورې زمینه برابرېـږي، زدکونکي. ښوونکي او د معارف کارکونکي نازول کېـږي د ودې او پرمختگ نوې لارې ورته پرانستل کېـږي؛ خو زموږ په هېواد کې ډزې ورباندې کېـږي، وهل کېـږي، رټل کېـږي او زندان ته اچول کېـږي.
وگورئ د یوه رپوټ دا جملې څومره دردونکې دي:
«… له څمکنیو ولسوالۍ بیا یوه ځايي ښوونکي بي بي سي ته وویل چې نن د طالبانو یو شمېر امنیتي کسان د سمین اکبري لیسې په مخکې ولاړ وو او تر شپـږم ټولګي پورته نجونو ته یې لیسې ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله…
د ده په خبره، “د طالبانو یو سرګروپ و، د لیسې په مخکې ولاړ و، په لوړ غږ یې ویل چې سبا یکشنبه ده او موږ ښوونځي تړو.”
تر دې وروسته داسې رپوټونه هم وو چې د دغو ښوونځيو مدیران د پوښتنو گروېـږنو لپاره طالب چارواکو ورغوښتي دي.
نن یوې سرچینې بي بي سي ته هم وویل، د ښوونځيو هغه مدیران د طالبانو استخباراتو ریاست بندیان کړي چې دغه ښوونځي یې پرانیستي وو…»
د خپلو ښوونځیو د بیا تړل کېدو په مقابل کې د دغو نجونو دا مظاهره سره له دې چې وړه او د لږې مودې لپاره وه، خو دا غږ جگول به د افغانستان په تاریخ کې د حق غوښتنې د یوې ریښتنې چغې په ډول ثبت شي، دا او راتلونکي نسلونه به په دې وپوهېـږي چې دغو نجونو د اختناق په بدو شرایطو کې او د دودیزې ټولنې د جگو او کلکو دیوالونو سره ـ سره د حق غوښتنې چیغه جگه کړه. د دوی دا زړورتیا او سرښندنه به دا او راتلونکي نسلونه په ویاړ سره یادوي.
د نجونو د تعلیم په برخه کې د نویو واکدارانو دا پالیسي کې بدلون ونه مومي او دوی په همدې ډول په ټینگاره سره د نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې وساتي؛ د نورو منفي عواقبو ترڅنگه به په افغانستان کې د لېـږد یا مهاجرت یو بل پـړاو پیل شي او ټولې هغه کورنۍ به له هېواده د وتلو په هڅه کې شي چې د خپلو اولادونو د راتلوکې له پاره د هغوی تعلیم غواړي چې دا به د افغانستان او افغانانو له پاره یوې بلې لویې غمیزې پیل وي.
د نجونو د ښوونځیو د نه خلاصون د پایلو په باب د داسې یو چا د اعتراض یو څو ټکې راواخلم چې د ژوند ډېره برخه یې د وطن د نوي نسل د روزلو او د تړلو ښوونځیو د خلاصولو له پاره حتی د معارف تر وزارته هم ډېر عملي کار کړی دی، ښاغلی مطیع الله ویسا د افغانستان د نوي نسل د روزلو او تړلو ښوونځیو د پرانستلو او د افغانستان هر کلي ته د سواد او مطالعې د ډېوې رسولو د یو سرسپارلي سرتېري په ډول؛ د نجونو د ښوونځیو د بېرته تړل کېدو د پایلو په باب داسې ویلي دي:
«پکتيا کې بیرته د نجونو ښوونځي بندول دا نتيجه ورکوي:
خپل ولس قصداً تيارو کې ساتل،
خپل ولس د نورو احتېاج کول،
خپل ولس د پرمختګ نه ګرځول،
خپل ولس د ځانه ليري کول،
خپل ولس قصداً مهاجرت ته اړ کول،
د خپل ولس څخه اسلامي، انساني حق اخيستل،
خپل ولس ته بي باوره کيدل،
خپل ولس په مايوسي او خفګان کې اچول.
هاغه بهانه هم ختمه سوه کوم چې ويل کېدل د نجونو ښوونځي د کلتوري ستونزو له امله بند دي. اوس خو ولس ښوونځي غواړي، ولس لارېون کوي، نو بیا ولې نه ورکول کېـږي .
د نجونو د ښوونځيو بندول يوه غېر عادلانه پریکړه ده، نور بهاني کول د وخت ضاېع کول دي، د نجونو ښوونځي خلاص کړئ کنه پایلي به بد تاثېرات ولري.»
دغه راز د ښوونځیو د بندولو پایلې کوم چآ د طنز په ژبه په یوه فیسبوکي ډله کې چې «مبارز ځوانان» نومېږي داسې په مقایسوي ډول لیکلي دي چې له خندا او ژړا نه به دې بډوډي او سترگې په درد شی، دا متن ما ته په مسنجر کې رالېـږل شوی دی، ولولئ:
«د نورو خبرونه اور همارا:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــ متحده عربي امارات مصنوعي سپوږمکۍ جوړوي.
افغانستان کې له شپږم پورته جونې زده کړو ته نه پرېښودل کیږي.
ــ پاکستان د غوري په نوم نوی میزایل جوړ کړ.
کابل کې د اهل تشیع په یوه جومات کې چاودنه شوې.
ــ ملګري ملتونه: افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی.
افغانستان: امریکا مو ماته کړې.
ــ ایران: امریکا دې ګواښونه نه کوي.
کابل: امریکا زموږ هوايي حریم نقض کړی چې له دوحې تړون ښکاره سرغړونه ده.
ــ قطر نوې ډرون طیاره جوړه کړې.
مالیې وزارت له دولتي کارکوونکو څخه لمونځونه اوروي.
ــ فنلېډ د نړۍ خوشاله هېواد اعلان شو.
افغانستان: تېر یو کال کې د بېلابېلو لاملونو له کبله ۴۲ تنو ځان وژنه کړې.
ــ پاکستان پنجاب کې د مصنوعي باران ورولو تجربه کوي.
افغان ناروغان: پاکستاني ځواکونه د اوښتو اجازه نه راکوي.
ــ د چین میټاورس کمپنۍ یو روبوټ خپل اجرایه ریس ټاکلی.
جلال اباد: د هلکانو په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې.
ــ سعودي کې د هندي فلمونو ستر فیسټیوال جوړیږي.
د ساز و سرود له وجې، ط. ننګرهار کې د واده پر محفل ډزې کړي.
ــ ناسا: چین هڅه کوي سپوږمۍ محاصره کړي.
افغانستان: د مکتبونو پرانیستو په طرحه کار روان دی، ډېر ژر به خلاص شي.»
یو بل دې ته ورته انتقادي مطلب ښاغلي ظاهر عمار لیکلی دی:
«چين د ځمکې په مدار کې يوه مصنوعي سپوږمۍ ځای پر ځای کوي چې د شپې په تياره کې خپل ښارونه او سړکونه پرې روښانه کړي. د دې مصنوعي سپوږمۍ رڼا به تر اصلي سپوږمۍ اته چنده زیاته وي او چين به د ډېر وخت له پاره د برق په انرژۍ د خپلو ښارونو او سړکونو د رڼا کولو له ميليارد ډالري مصرفونو بېغمه شي.
متحده عرب امارات بيا په ځمکه کې په پنځه ميليارده ډالرو يوه مصنوعي سپوږمۍ جوړوي چې د نړۍ سيلانيان ورته رامات کړي او هر کال ميلياردونه ډالره ګټه ترې ترلاسه کړي.
خو د نوادرو په وطن کې بيا ټول بحث پر دې دی چې ږيره بايد څومره اوږده وي؟ لوڅ سر لمونځ کيږي که نه؟ پتلون اغوستل روا دي که ناروا؟ نجونې دې ښوونځي ته ولاړې شي که نه؟ د ښځو اصلي حجاب چادري ده که نقاب؟
موږ ته بويه د بحثونو محور او مرکز مو دا وای چې ولې په نړۍ واله سياسي، اقتصادي او اجتماعي انزوا کې پراته يو؟ نړۍ مو ولې په رسميت نه پېژني؟ ولې د سياسي نظام تعريف شوی چوکاټ او اساسي قانون نه لرو؟ ولې مو ميليونونه هېوادوال نورو هېوادونو ته مهاجر شول او ميليونونه نور له هېواده د وتلو په فکر کې دي؟ ولې ميليونونه ځوانان نهيلي او وزګار دي؟ ولې د راتلونکو نسلونو په اړه د مسئوليت پذيرۍ احساس نه کوو؟ او…»
خپله طالبان یا طالب پلوي مولویان هم وايي چې پنځه نوي سلنه طالبان د نجونو د ښوونځیو د پرانستو پلوي دي، یوازې پنځه سلنه طالبان یې پر ضد ولاړ دي چې د ټولو په سر کې دا پنځه کسه ولاړ دي:
«ملا شیخ عبدالحکیم، د طالبانو قاضي القضات، مولوي نور محمد ثاقب، د لغمان ولایت یو سخت دریځه ملا، مولوي محمود، دا ډیر سپین ګیری او کليوال سړی دی، ملا محمد حسن اخند، د طالبانو اوسنی صدراعظم دی او شیخ هبت الله اخوند زاده.»
د دغو پنځو افراطي اشخاصو له لاسه هم د دوي خپل نظام ته خطر پېښ دی او هم ټول افغانستان ته چې نوی نسل یې له زدکړو پاټې کېـږي.
د نوې ادارې د معارف سرپرست وزیر دعوا کوي چې: «په اوسنیو شرایطو کې خلک نه غواړي خپلې لوڼې ښونځیو ته واستوي.»
ایا ښاغلی سرپریت وزیر صاحب ویلای شي چې کوم خلک نه غواړي چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي؟ دا خلک څوک دي؟ چېرې اوسېـږي او څنگه یې خپل عرض یا غږ ترتاسو جناب پورې رسولی دی؟
وزیر صاحب ته باید عرض وشي چې: پام مو وي چې د خدای په دربار کې د دروغجن مخ تور وي، دا او هغه دونیا یې هم خرابه وي؛ نور دې خوښه چې بیا خلکو پورې دروغ وایې او که نه.
سرپرست وزیر صاحب روزگان ته د سفر پر مهال د نورو گلانو تر څنگ دا گل هم کرلي دي چې خلک نه غواړي چې لوڼې یې ښوونځیو ته ولاړې شي، د د روزگان خلک بیا وايي چې موږ د افغانستان د ټولو ولایتونو په څیر خپلو لوڼو ته تعلیم غواړ. دا لاندې لینک کې د روزگان د خلکو نظریات اورېدلای او لیدلای شئ:
https://www.facebook.com/nargis.hassanzai/videos/480457963928760
مطیع الله ویسا چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دې لپاره گرځېدلی دی چې د علم رڼا تر هر کوره ورسوي او تړلي ښوونخي خلاص کړي؛ د نجونو د زدکړو او بندو ښوونځیو د پرانستلو په باب په خپلو ورستیو څرگندونو (۱۲/۰۹/۲۰۲۲) کې داسې ویلي دي:
«د نجونو ښوونځي د افغانانو غوښتنه او حق دی
زه دي يو کال کې تر سلو پوري ډېرو ولسواليو ته ولاړم دزرګونو خلکو سره مو وليدل دهر افغان همدا غوښتنه وه چې دنجونو ښوونځي دي خلاص سي.
حتی هلمند او کندهار کې ځينو خلکو راته وويل که دنجونوښوونځي خلاص نسي مونږ افغانستان پريږدو يو بل هيواد ته دخپلولوڼو دزده کړو پخاطر مهاجرت کوو.
دپکتېا ولس په خپل سر د نجونو ښوونځيو خلاصول او بيا پرلپسي لاريونونه همدا ښکاره کوي چې خلک د نجونو ښوونځي غواړي د نجونوښوونځي يی سره کرښه ده.
د پکتيا ولس دغوښتني ملاتړ وکړئ د نجونو ښوونځي زمونږ اسلامي حق دی خامخا يې غواړو.»
ټول خلک د زدکړو او ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه کوي، خو د خواشینۍ خبره دا ده چې شمېر نامالوم کسان دي چې د خلکو د دې ِغوښتنې مخیوی کوي او د نن سبا په پلمه یې دومره تېرایستل چې ترکال هم ډېر وخت پرې واوښت.
هغه اشخاص چې په سر کې د نجونو د تعلیم د مخالفت فکر لري، که هر څومره ورته وویل شي، بیا هم دوی غوږ نه پرې خلاصوي:
نصیحت پـه غـافـلانـو اثـر نـه کا
د سړې وسپنې خوشې ټکول دي
له دوی سره که هرډول استدلال وشي او هر ډول مثالونه ورته وړاندې شي، نه یې مني او نه یې اوري؛ که نه تر دې ښه مستند استدلال به چېرې وي:
«دختران و حق تحصیل :
الهام و سهام دختران دکتور یوسف قرضاوی بزرگترین فقیه ؛ دانشمند و مجتهد جهان اسلام اند؛
الهام با درجهء عالی ؛ لیسانس اش را در رشته فیزیک گرفت و پس از اعزام به دانشگاه لندن مدرک کارشناسی ارشد (ماستری) خویش را در فیزیک اتومی بدست اورد .
سهام دختر دیگرش فارغ رشتهء شیمی ( کیمیا ) است و پس از اعزام به دانشگاه انگلیس مدرک دکترای خود را در رشته کیمیای عضوی دریافت کرد و اکنون هر دو استاد دانشگاه علوم در قطر هستند.
فقیه و مجتهدی به وزن و مقیاس قرضاوی که از خیلی ها مسلمان تر ؛ مومن تر و دانشمند تر است به دخترانش اجازه میدهد که تحصیل کنند و به مدارج بلند علمی برسند ؛ پس ما کی هستیم که مانع تعلیم و تربیت دختران شویم !؟ در حالیکه پیامبر خدا (ص) میفرمایند:
«طلب العلم فريضة على كل مسلم، ومسلمة»
اموختن علم بر مرد و زن فرض است.
وقتی یک مرد تحصیل میکند، یک مرد آگاه بوجود می آید؛
اما وقتی یک زن تحصیل میکند، یک نسل آگاه بوجود می آید!
جامعه گردد ز دو تن سر بلند
مـرد گـرامي و زن هوشمند»
(مقنن)
خبرې ډېرې، سر یې یو، کوم څه چې اوس په افغنستان کې له تعلمي نظام سره روان دي، لیدل کېږي چې په عمدي ډول د دې وطن د تعلیمي نظام ورانول دي. کله چې د یو هېواد تعلیمي نظام وپاشل شي، هغه هېواد له هره اړخه پاشلی گڼه.
کوم عمل چې اوس د افغانستان له تعلیمي نظام سره روان دی، ښايي دا د کوم ټاکلي پروگرام له مخې وي چې عمداً هر څه په نطفه کې وچ کړي. که د افغانستان پر هېواد او معارف مین بچي یې غم ونه خوري، د هېواد او خلکو راتلونکې به داسې توره وي لکه توره شپه.