یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنبیل:۲۰۱۴کې‌ مو د نظامي حکومت د جوړولو پلان درلود،خو امریکا ونه منله

نبیل:۲۰۱۴کې‌ مو د نظامي حکومت د جوړولو پلان درلود،خو امریکا ونه منله

تاند:( دوشنبه،د سنبلې يوويشتمه)‏‏ د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل ويلي،چې په ۲۰۱۴کې د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو په اړه د مخکښو نوماندانو اشرف غني او عبدالله د ناندريو د حل لپاره دوی نظامي حکومت رامنځته کول غوښتل،خو د امریکا د نه تاييد ترڅنګ د امنيتي سکتور د رهبرۍ نه همغږۍ دغه پلان ناکام کړ.

نبیل په یوه تازه مرکه کې د حامد کرزي د حکومت په وروستيو ورځو کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا،د دفاع وزیر بسم الله محمدي او د کورنيو چارو د هغه مهال وزير عمر داودزی د ياد شوي پلان ملګري بللي.

د هغه په وينا، د دغه پلان مشري ډاکټر رنګين دادفر سپنتا کوله او د یوه امنیتي بنسټ د مشر د افشاګرۍ او دغه پلان سره د امریکا د نه همغږۍ له کبله د دوی پلان ناکام شو.

هغه په عین حال کې ټینګار وکړ،چې له دې پلان څخه د دوی هدف له بې ثباتۍ د افغانستان ژغورل او د شفافو ټاکنو زمينه سازي وه.

د ملي امنیت پخواني رييس ونه ويل،چې د هغه وخت ولسمشر حامد کرزی يې په پلان خبر او ورسره همغږی و کنه؟

رحمت الله نبیل په دې مرکه کې پر اشرف غني او عبدالله عبدالله ځینې تورونه هم پورې کړل او ويې ويل، د ۲۰۱۴ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ نوماند ګټونکی نه و،خو تر ټولو زیاتې رایې عبدالله عبدالله او زلمي رسول ګټلې وې.

نوموړي تور پورې کړ،چې د يادو ټاکنو په لومړي پړاو کې پاکستان پر ډیورنډ کرښې د معاملې په هيله د عبدالله عبدالله او په دویم پړاو کې د مرموزو استخباراتي همکاریو لپاره له اشرف غني څخه ملاتړ کاوه.

رحمت الله نبیل تور پورې کړ،چې په ټاکنو کې غني او عبدالله دواړو پراخې درغلۍ او غني له ولسمشر کیدو څخه وروسته په خاص ډول د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر له لارې ېې پاکستان سره مرموزې استخباراتي همکارۍ وکړې.

د ملي امنیت پخوانی رییس د دغې ټلويزيوني مناظرې پر مهال د ځینو ګډونوالو له دې پوښتنې سره مخ شو،چې هغه او نورو پخوانيو چارواکو د داسې ادعا شوي وضعیت له لیدو سره د هېواد د ژغورلو لپاره څه وکړل او اوس د کومو اقداماتو په نه کولو ځان د نظام د سقوط له امله ملامت بولي.

د ښاغلي نبيل ځواب د مناظرې ګډونوالو ته دا و،چې ده ډېر پېښ خطرونه د رسنيو او تحلیلونو له لارې افشا کول.

ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ته نيږدې کسانو د دغه پخواني مهم امنيتي مقام تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب