یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجوزجان کې«پيریانو»ته د منسوبو کور سيزلو راپور جوړونکي خبریالان بندیان شوي

جوزجان کې«پيریانو»ته د منسوبو کور سيزلو راپور جوړونکي خبریالان بندیان شوي

تاند:( دوشنبه،د سنبلې يوويشتمه)‏‏ جوزجان کې ځايي سرچينو د طالبانو له لوري د شجاع ذکي او عبید په نومونو د هغو خبریالانو د بندي کيدو خبر ورکړی،چې غوښتل یې د جوزجان په فيض اباد ولسوالۍ کې د لسګونه کورونو د سوزول کیدو پېښه له نیږدې وڅېړي.

خبري سرچينو ويلي،چې دغو خبریالانو د یوه يوټيوب چينل لپاره کار کاوه.

د دوی يوه تن په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي وو،چې د جوزجان يادې ولسوالۍ ته د وروستيو مرموزو اور لګیدنو د حقیقت معلومولو لپاره سفر کوي.

طالبانو د دغو خبریالانو د نیولو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د طالبانو له لوري د خبريالانو د نيولو،شکنجې او سپکاوي په اړه راپورونه زيات شوي.

د کابل پریس کلب په نوم د خبريالانو د حقونو د ملاتړ يوې ادارې ویلي، په تیره یوه میاشت کې يې ۱۹ داسې قضیې ثبت کړي چې د طالبانو له لوري خبریالان وهل شوي، توهین شوي او بندیان شوي دی.‌

سرچينه زياتوي:« له بده مرغه چې د هرې پېښې د ثبت پرمهال خبریالانو د خپل امنیت په خاطر غوښتنه کړې چې د دوی مسله دې نه رسنیزه کیږي.»

کابل پریس کلب ویلي، د یوه لیک سره د خبریالانو قضیې د ملګرو ملتونو بشري څانګې، نړېوالو رسنیزو بنسټونو، د بشری حقونو د څار سازمان او د بښنې نړېوال سازمان ته لیږلې او ور څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان د اوسنۍ ادارې پر چارواکو دې تر هغه یو شمیر بندیزونه اعلان کړي تر څو د رسنیو او خبریالانو له توهین او سپکاوي څخه یې لاس نه وي‌ اخیستی او هغوی ته یې خوندي کاري ‌چاپېریال نه وي رامنځته کړی.

د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ادعا وکړه،چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د رسنيو او خبريالانو وضعیت تر پخوا ښه شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب