یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد فارياب د مدرسې تښتول شوې نجلۍ کابل کې وموندل شوه

د فارياب د مدرسې تښتول شوې نجلۍ کابل کې وموندل شوه

تاند:( دوشنبه،د سنبلې يوويشتمه)‏‏د کابل لپاره د طالبانو امنیتي چارواکو د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یوې نجلۍ د ژغورلو خبر ورکړی.

د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې طالب آمر مولوي حضرت خالد وايي، دغه نجلۍ فېروزه نومېږي او شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په فاریاب کې په داسې حال کې تښتول شوې وه، چې له مدرسې نه خپل کورته روانه وه.

د حضرت خالد په وینا د طالبانو د استخباراتو او کشفي ځواکونو تر پلټنو او څارنې وروسته فیروزه تېره ورځ د پلازمینې کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه خلاصه او خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.

د طالبانو چارواکو دا خبر په داسې حال کې ورکړی،چې د دوی له بيا واکمنيدو سره د افغانستان په ډېرو سيمو کې عصري تعليمي مرکزونه په مدرسو بدل شوي.

د طالبانو د پوهنې وزير ملا نورالله منیر ادعا کړې،چې ډېری افغانان د نجونو ښوونځيو ته د خپلو پېغلو لوڼو د استولو مخالف دي او دوی اوسني شرایط د نجونو د تړلو ښوونځيو بيرته پرانيستلو ته مساعد نه ګڼي.

د دوی ځينو منتقدانو په فارياب کې د مدرسې د زده کوونکې نجلۍ اختطاف ته په اشارې ویلي،چې د شرایطو نا مناسب والی نه باید د نجونو د ښوونځيو د تړلي پاتې کیدو پلمه وګڼل شي.

د دوی په باور، که د شرايطو خبره وي، د مدرسې نجونې هم له نا مناسبو شرايطو سره مخ دي،خو دا شرایط نه باید د هیچا د زده کړو لپاره د خنډ پلمه وګرځول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب