یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامريکا يوه سویسي بانک ته د۳،۵ميلیارده ډالره افغان بانکي زېرمو د لېږد...

امريکا يوه سویسي بانک ته د۳،۵ميلیارده ډالره افغان بانکي زېرمو د لېږد پلان لري

تاند:( دوشنبه،د سنبلې يوويشتمه)‏‏د طالبانو او امریکا له وروستيو مذاکراتو څخه باخبره سرچينې وايي،چې امریکا متحده ایالاتو د سویس یوه بانک ته د کنګل کړو شاوخوا لس میلیارده ډالره افغان بانکي زېرمو د لېږد پلان لري.

 سرچينو ويلي،چې دغه بانک ته د افغان بانکي زېرمو له لېږد څخه د امریکا هدف دا دی،چې د دغو پيسو له مصرف څخه څارنه وکړای شي.

ويل شوي،چې د دغو پيسو له مصرف څخه د څارنې لپاره يو نړيوال بانکي پلاوی هم رامنځته شوی.

امريکا په افغانستان کې د بشري ناورين د مقابلې لپاره څو میاشتې مخکې په ورته ډول طالبانو ته د يادو پيسو د ورکړې مذاکرات پیل کړي وو،خو دا مذاکرات په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کيدو سره د اعتراض په ډول د امریکا له لوري ځنډول شوي وو.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي څو ورځې مخکې وويل،چې د یادو پيسو د ترلاسه کولو لپاره بې قید و شرطه مذاکرات غواړي.

د امریکا د حکومت او طالبانو د ادارې سرچينو په رسمي ډول د ياد شوي راپور په اړه څه نه دي ويلي.

يو شمير افغان اقتصادي شنونکي د بشري مرستو په نوم په داسې حالت کې،چې د طالبانو اداره له ډېرو اقتصادي او مديریتي ستونزو سره مخامخ ده، دغې ادارې ته د بشري ناورين د مقابلې په نوم د افغان بانکي زېرمو د سپارلو مخالفت کړی.

دوی باور لري،چې يادې پيسې به په دې ډول ضايع او د ډالرو سخت کمښت اقتصادي بحران سره مخامخ پاکستان ته،چې پر طالبانو ژور نفوذ لري، ګټه ورسوي.

د دغو شنونکو په باور، که امريکا او نړيوال د افغانستان د بشري ناورين مقابلې ته صادقانه لېوالتيا ولري، په نورو بدیلو لارو دې غور وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب