Homeخبرونهترکيې په يوه اونۍ کې شاوخوا يو نيم زر افغان کډوال ايستي

ترکيې په يوه اونۍ کې شاوخوا يو نيم زر افغان کډوال ايستي

تاند:(دوشنبه، د سنبلې يوويشتمه)‏‏ د ترکېې د کډوالو وزارت چارواکو ويلي،چې د روانې سپټمبر میاشتې له دویمې تر اتمې نېټې ېې څه باندې ۳زره کډوال له خپلې خاورې ايستي چې نېږدې نیمايي یې افغانان دي.

ترکي چارواکو د دغو کډوالو د هویت په اړه څه نه دي ويلي،خو ځینې راپورونه ښيي چې په ويستل شويو کډوالو کې یوه لویه برخه ېې د جمهوري نظام امنيتي او دفاعي منسوبین دي.

هېواد ته د دوی د ستنیدو په اړه انديښنه ده،چې طالبان ېې ښايي ووژني يا ناوړه چلند ورسره وکړي.

مخکې په دې اړه ځینې راپورونه خپاره شوي، خو طالبانو رد کړي دي.

د ترکیې په استانبول کې د افغانستان مخکيني جنرال قونسل ذبیح الله حسین خېل چې تازه یې دنده پریښې، ویلي چې د دندې پرېښودو يو اصلي دليل ېې طالبانو سره د نوموړي نه يو ځای کیدل و.

د هغه په خبره، ده ترکېې ته ورغلو پخوانيو امنیتي منسوبینو سره ښه چلند کاوه، خو طالبانو د ترکیې حکومت نه غوښتي وو،چې يا دی له دندې ځواب او یا ددوی تابع کړي.

د ترکیې حکومت او طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې له ایران او پاکستان څخه هم افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، که څه هم دوی ادعا کوي،چې هیچا ته ګواښ نه دی رامنځته شوی، خو مختلفو هېوادونو ته په قانوني او غير قانوني لارو د ميليونونه افغانانو د کډوالۍ خبر ورکړل شوی.

شديد فقر، لوږه، بې کاري او د طالبانو له لوري امنيتي ګواښونه د کډوالۍ د دغې پراخې څپې اصلي لاملونه ګڼل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...