یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپکتيا کې د نجونو لاريون د خبري پوښښ له کبله يو شمېر...

پکتيا کې د نجونو لاريون د خبري پوښښ له کبله يو شمېر خبریالان توهین شوي

تاند:( دوشنبه،د سنبلې يوويشتمه)‏‏ د کابل پريس کلب په نامه د خبریالانو د ملاتړ یوه اداره او نور راپورونه څرګندوي،چې په پکتیا کې د ښځینه ښوونځيو د پرانيستلو لپاره د نجونو د لاریون د خبري پوښښ پر مهال طالبانو يو شمېر خبريالانو سره ناوړه چلند کړی دی.

 د پریس کلب د اعلاميې له مخې، د طالبانو د استخباراتو ریاست اوړمه ورځ خبريالان بندیان کړي، د هغوی شخصي‌ ټلفونونه او د خبریالۍ وسایل یې ترې اخیستي، او سپک چلند یې ور سره کړی.

د طلوع نیوز، پژواک، سلام وطندار او اریانا نیوز محلي خبریالان وايي چې دوی ته د طالبانو ځايي چارواکو ويلی چې خبریالانو ته امنیتي ګواښ متوجه دی او هر څومره ژر چې کیږي باید له دوی سره ولاړ شي او بیا دې پریس کلب ته هم نه ځي او پر کور دې کیني.

خبریالان وایی چې د طالبانو د استخباراتو د دغه سپک او توهین کووونکي چلند پوښتنه دې وشي او دوی ته دې د تهدید جزیات څرګند شي.

کابل پریس کلب وايي، په تیره یوه میاشت کې ۱۹ داسې قضیې ثبت کړې چې د طالبانو له لوري خبریالان وهل شوي، توهین شوي او بندیان شوي دی.‌

سرچينه زياتوي:« له بده مرغه چې د هرې پېښې د ثبت پرمهال خبریالانو د خپل امنیت په خاطر غوښتنه کړې چې د دوی مسله دې نه رسنیزه کیږي.»

 کابل پریس کلب ویلي، د یوه لیک سره د خبریالانو قضیې د ملګرو ملتونو بشري څانګې، نړېوالو رسنیزو بنسټونو، د بشری حقونو د څار سازمان او د بښنې نړېوال سازمان ته لیږلې او ور څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان د اوسنۍ ادارې پر چارواکو دې تر هغه یو شمیر بندیزونه اعلان کړي تر څو د رسنیو او خبریالانو له توهین او سپکاوي څخه یې لاس نه وي‌ اخیستی او هغوی ته یې خوندي کاري ‌چاپېریال نه وي رامنځته کړی.

د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ادعا وکړه،چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د رسنيو او خبريالانو وضعیت تر پخوا ښه شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب