یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+پښتو په معیاري بڼه څنګه لیکو؟

پښتو په معیاري بڼه څنګه لیکو؟

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

بې له شننې څخه سمه او ناسمه لیکنه.

هغه څرګنده ستونځي مو په حالتونو کې دي.

د پوره پوهېدنې لپاره یې د ماڅو لیکنې شته.

کلیوالي:

زما(ستا، د هغه) کتاب.  او

یما(یتا، د هغه) کتاب.

معیاري:

دما(دتا،دهغه) کتاب.

کلیوالي:

د ما نه، له ما یا له ما نه، د ما څخه، ما نه

معیاري:

له ما څخه.

کلیوالي:

د ما سره(کره…)، ما سره ( کره، څخه).

معیاري:

له ما سره (کره، څخه)

کلیوالي:

په کور، کور کې

معیاري:

په کور کې.

ګوره چې پښتون یم او د تخریب له امله مې دلته د ،، ما ،، پرځای باندې، کور ولیکه.

کلیوالي:

په (پر) خپل ځای یم

معیاري:

پر خپل ځای باندې یم.

کلیوالي:

ما ته راوړه.

و ماته راوړه.

دا پورته ښوول شوي معیاري په بله بڼه نه شته. ما څېړلي، خو تاسو څه ویل پرې باندې لرۍ، هیله ده پوهنیزه یې ولیکۍ.

کلیوالي

دا لاندې غونډلې تر هغې پورې نا پوره دي، ځکه چي په زیاتو کې یې پسېځاینیويpreposition نه دې لیکل شوي. دا غونډلې هغه وخت سمې یا ناسمې بلل کیږي، چې اړنده پسېځاینیوي ورسره مل شي.

ناسمه بڼه:

تر د مخه،

تر منځ

تر څنګ

تر امیر خان متقي وړاندې

له دې څخه د مخه

تر منځ پورې.  یا

په منځ کې

تر څنګ پورې یا په څنګ کې.

یو څو نور نومونه او غونډلې، چې ژبې ته ناسمې راننوتل شوې.

ناسمه یا نه شته:

تر ډېره برېده

دا تر خو ډېرو ځایونو ډېر ناسم کارول کیږي

،،ډېر برید،، نه شته، نو تر ډېره بریده هم څه شی نه شته، خو

له بریده څخه ډېر شته

ناسم یا نه شته:

سږ کال تر ټولو ډېر غنم شوي وو.

سم یې:

تر ټولو ډېر، څه نه شته، خو

سږ کال په ټوله کې ډېر …

دوه نور ویونه به هم وزغمو:

سلنه ډېره ناسمه ده، د موږ ژبپوهان یې هم ډېر کاروي او بیا هم ډېره ناسمه ده. څلورنه او یوسلویونه هم، خو

 تل سلمه لرو او هم څلورمه او یوسلویومه هم لرو.

و اوبلن ته:

یو څه چې بهیږي، هغه بهېدونکي دي او نه اوبلن.

اوبلن یواځې او یواځې د واورو خوي دی او بس.

 هیله ده اندونه مو پوهنیز څرګند کړۍ. ما په پوهنتون کې ژبه نه ده  لوستلې، خو باور وکړي دا نږدي اتلس کاله مې ډېر  کار ورباندې کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب