یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهط-انو د نیږدې ۲زره کيلو متره سړکونو د رغولو خبر ورکړ

ط-انو د نیږدې ۲زره کيلو متره سړکونو د رغولو خبر ورکړ

تاند:(يکشنبه،د سنبلې ديارلسمه)‏‏ د طالبانو د ټولګټو وزارت چارواکو وویل،چې د یو کلنې واکمنۍ په موده کې ېې ۱۸۳۱ کیلو متره سړکونه، ۱۰۰۰ متره پلونه او ۱۱۴۷ متره استنادي دېوالونه، ترمیم او رغول شوي دي.

د ياد شوي وزارت تخنیکي مرستیال، مولوي عبدالکریم فاتح وویل: تېر کال کې د ۶۵ کیلومترو په اوږدوالي او د ‏څه باندې ۶۹میلیونه افغانیو په ارزښت،دکابل–کندهار لویې لارې میلینګ کاري، د۶میلیونه افغانیو په ارزښت د قلات شینکۍ سړک او پلچکونو داغ نیونه، د۱۵۵ مترو په اوږدوالي او ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ۵ پلونو ترمیم او د ۳۰ کیلومترو په اوږدوالي او ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت، د‏کابل- میدان ښار سړک د ترمیم چارې بشپړې شوي دي.

د هغه په خبره، په اساسي ډول د ۳۰ کیلو مترو په اوږدوالي د سالنګ لویې لارې د ترمیم لپاره هم اړین چمتووالی نیول شوی او په تېر یوه کال کې ۱۲۵۴۸ کیلومتره سړکونه له واورو او رسوبي موادو څخه پاک شوي دي.

‏د ټولګټو وزارت د مسوولينو په خبره، د ۱۸۴ نویو او ۵۳۸ تخریب شویو پلچکونو، ۲۳ پلونو او ۶۱۰ متره استنادي دېوالونو د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي او وروستي یوه کال کې ۱۸۳۱ کیلومتره سړکونه، ۱۰۰۰ پلونه، ۴۰۴ متره استحکامي پلونه، ۱۱۴۷ متره استنادي دېوالونه ترمیم او رغول شوي، دغه ‏راز ۱۱۴۲ کیلومتره سړکونه هم پاک شوي دي.

د وزارت مسئولین زیاتوي، د لوړ تناژ لرونکو موټرونو د کنترول په موخه، په ۱۷ ولایتونو کې ۳۲ تلې نصب او فعالې شوي او ډېر ژر ۲۱ نورې تلې هم نصب او فعالې شي.

‏د مسئولینو په وینا، د موسمي سېلابونو راوتو له امله، شاوخوا ۲۹ کلیومتره سړکونه، ۲۰۱ متره پلونه، ۶۹ پلچکونه، ۱۵۹۵ د اوبو مسیرونه او ۸۷۵۸ متره استنادي دېوالونه، تخریب شوي دي.

د راپور پر بنسټ، په لغمان کې د ۱۰۰ متره پلونه ترمیم، په هلمند کې د ۳۶ کیلومتره سړکونو ترمیم، په کونړ کې د ۱۰۲ متره پلونو ترمیم، په سمنګانو کې ۱۴۳ متره پلونو ترمیم، په غزني کې د ۵۴ کیلومتره سړک جغل اچونه، په بامیانو کې د ۵ کیلومتره سړکونو پاکول، په ننګرهار کې د ‏۱۷۰ متره استنادي دېوال ترمیم، په بلخ کې د ۳۱ کیلومتره سړکونو پاکول، په تخار ولایت کې د ۱۰ کیلومتره سړک جغل اچونه، په بادغیس کې د ۸۹ کیلومتره سړک جغل اچونه، په پکتیکا ولایت مربوطاتو کې د ۳۹۲ کیلومتره سړکونو پاکول، په سرپل کې د ۴۵ کیلومتره سړک ترمیم، ارزګان کې د ‏۲۳ پلچکونو ترمیم، په لوګر ولایت کې ۲۸ کیلومتره سړک داغ نیونه، په جوزجان ولایت کې د ۲۳۷ کیلومتره سړکونو ترمیم، په بدخشان ولایت کې د ۳۱ کیلومتره سړک جوړول، کاپیسا ولایت کې د ۴۴ اوسپنیزو پلونو ترمیم، فاریاب ولایت کې د ۵۰ متره استنادي دېوال جوړول، په خوست ولایت کې د ‏۱۵ کیلومتره سړک ترمیم او کابل کې د ۱۵ کیلومتره سړک ترمیم، په میدان وردګو ولایت د ۱۲کیلومتر سړک جغل اندازي، د ډایکنډي د ۴۶۰ کیلومتره لویې لارې پاکول، د ۱۶۲ متره استنادي دېوالونو جوړول او د هرات- اسلام کلا لویې لارې ترمیم، په تېر کال کې د وزارت مهمې کړنې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب