یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد د ولسمشر غني د تورونو غبرګون کې پر هغه تورونه ولګول

خلیلزاد د ولسمشر غني د تورونو غبرګون کې پر هغه تورونه ولګول

تاند:(يکشنبه،د سنبلې ديارلسمه)‏‏ د افغانستان د سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر ځان د بې واکه شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لګولو تورونو په غبرګون کې بیرته پر نوموړي بېلابېل تورونه ولګول.

زلمي خليلزاد د ولسمشر غني له هغې مرکې وروسته،چې ښاغلي غني د افغان جمهوري نظام په سقوط کې د ملامتۍ توند تورونه پرې ولګول، دا لومړی ځل و، چې يوې افغاني رسنۍ سره د جمهوري نظام د سقوط او د امریکا او طالبانو د سولې تړون په ناکامۍ غږېده.

نوموړي طالبان د دوحې د سولې تړون په نه عملي کولو پړه وګڼل او زياته ېې کړه،چې طالبان د خپل رژيم د مشروعيت موندلو او نړیوالې انزوا ختمیدو لپاره مجبور دي، څو د یاد شوي تړون د عملي کیدو په اړه له امریکا سره د سره خبرې پیل کړي.

خليلزاد ولسمشر غني پړ وباله،چې په وینا یې نه د افغانستان لپاره ښه اعلی سر قومندان ثابت شو او د نظام ساتلو دفاع ېې ونه کړای شوه او نه هم د ولسمشرۍ څوکۍ د پريښودو قربانۍ ته یې زړه ښه کاوه.

د ده په وينا، اشرف غني تر پايه د ولسمشرۍ څوکۍ غوښته او ټینګار یې کاوه،چې طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د بریالیتوب نه وروسته د ګډ حکومت مشري هم باید ده سره وي.

خلیلزاد، په دې مرکه کې د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامیدو ملامتي پر ولسمشر غني واچوله او له هېواده د نوموړي وتو ته یې په دې برخه کې اشاره کوله.

محمد اشرف غني د نوموړي تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

زلمی خلیلزاد په دې مرکه کې،چې طلوع نيوز خبري شبکې سره وه، د سولې هڅو د ناکامیدو له کبله د افغانستان د بشري ناورين او اوسني وضعيت په اړه بيا- بیا ګڼو ننګونکو پوښتنو سره مخامخ شو.

هغه د افغانستان په اوسني وضعيت خواشيني څرګنده کړه او پر طالبانو یې غږ وکړ،چې د اوسني وضعيت د پای ته رسولو مسوول د خدای، ملت او تاريخ پر وړاندې دوی دي.

 هغه د نجونو د ښوونځيو پرانيستل، نړيوالو ته د ایمن الظواهري د پناه ورکولو په اړه ځواب ویل او ترهګرو ډلو سره د اړيکو د پای ته رسولو ضمانت مهم شرطونه وبلل.

د خليلزاد په وینا، که طالبان له امریکا سره په لوړه کچه خبرو ته چمتو او د يادو اقداماتو تر څنګ د افغاني مذاکراتو په اساس د ټول ګډونه حکومت جوړيدو ته زمینه برابره کړي، امریکا به هم ورسره کړې ژمنې عملي او افغانستان به له اوسني ناورين څخه وویستل شي.

2 COMMENTS

  1. وايی چی دروغجن حافظه نه لری
    د خلیلزاد په وینا چی تالبانو هغه ژمنو او تعهداتو ته چی د دوحی په تړون کی لاس لیک کړی وو ژمن ندی او دخدای ولس او تاریخ په وړاندی به ټول مسولیت ددوۍ په غاړه وی.

    نو که تالبان خپلو تعهداتو ته ژمن نه دی او یا په سپینو ټکو کی ووایو چی دروغجن او ټګماران دی نو بیا خو ټوله پړه په اشرف غنی اچول خو تا په خپلو خبرو کی د تالبانو د ژمنو او کړنو په اساس خپله رد کړی ده.

    پدی کی شک نشته چی ټول هغه چارواکی ، سیاسیون او ټوپک ماران چی په فساد او ملی خیانتونو کی يی لوی لاس درلود د ولس د ناهیلۍ سبب شول او د افغانستان داوسنی ناورین اصلی عاملین دی.

    بلی خوا تالبانو ددین او اسلام په نوم د افغانستان عام وګړی چی د اسلام د مقدس دین سره ژوره اړیکی لری تیریستل او یوازی د خپلو شخصی خواهشاتو او ګټو او د خپلو بادارانو د ګټو د خوندیتوب لپاره يی په افغانستان د اسلام او شریعت په نوم تورجهالت او وحشت حاکم کړ چی د اسلام د مقدس دین سره هیڅ تړاو نه لری بلکه د اسلام ددین اصلی بنیادونه په خپلو غیر اسلامی کړنو رانڼوی او دا هر څه اوس دولس د سترګو په وړاندی دی.

    بلی خوا که تالبانو رښتیا د افغانستان د ریښتینی سولی ثبات او د افغانستان د ښیرازۍ او سوکالۍ اراده په زړونو کی درلودلی نو بیا هغه کوم عوامل دی چی اوس دوۍ ته خنډونه جوړوی چی یو داسی حکومت رامنځ ته کړی چی افغانستان د راتلونکو غمیزو او ناورینونو وژغوری او هم د ولس د ښیرازۍ او ارمانو د پوره کولو نماینده ګی وکړی.

    خلیلزاد په دا هرڅه پوهیږی خو هیڅکله دا اخلاقی جرات نه شی کولی چی لږ ترلږه د افغانستان د ولس نه د خپل ناکام ماموریت بښنه وغواړی . که څه هم د نړۍ معتبرو رسنیو او ځنی پخوانی امریکايی دیپلو ماتانو د خلیلزاد ماموریت د افغانستان په هکله د امریکا په تاریخ کی شرمونکی ماموریت او دیپلو ماسی ګڼلی.
    او ډیرو امریکايی مامورینو او پخوانی دیپلو ماتانو د افغانستان د اوسنی ناورین په هکله دخپل هیواد دریځ غندلی او د افغانانو نه يی بښنه غوښتلی.

    په اخرکی باید دومره وواېم چی مونږ افغانان همیشه د خپلو مسولیتونو پړه په یو او بل اچوو او د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره یا فالونه نیسو او یا په تعویزو خرافاتی او پرسوده عقیدی او مفروضی لټوو او یا د حقیقی اسلام نه د بی خبره جاهلو ملایانو اکو بکو ته په سترګو کی سوکونه وهو او ژاړو.

    مونږ افغانان ټول باید پدی وپوهیږو چی زمونږ تقدیر بل هیڅوک نه شی بدلولی تر څو د خپل تقدیر د بدلولو او د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره د جهالت او جهالانو پیروی پرینږدو ګنی نورو غمیزو او ناورینوته باید کلک تیاری ونیسو.

  2. د خليلزاد حرامي خو افغانان په دغټ عازاب اخته کړو چي طالبان يي په خپل منافقت افغانستان کي په قدرت را وستل اوس کوم پلان لري دا ويرس خو لکه کورونا موتيشن کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب