Homeخبرونهپه کابل او يو شمېر ولایتونو کې زلزله شوې ده

په کابل او يو شمېر ولایتونو کې زلزله شوې ده

تاند:(جمعه،د سنبلې يوولسمه)‏‏ د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په يو شمېر ولایتونو کې د زلزلې خبر ورکړل شوی.

خبري سرچينو ويلي،چې دا زلزله په سمنګان،بغلان،پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې محسوسه شوې ده.

د دغې زلزلې شدت ډېر نه دی ښودل شوی او تر اوسه ېې د احتمالي زیانونو خبر نه دی ترلاسه شوی.

له څو مياشتو راهيسې د افغانستان په مختلفو برخو کې د طبیعي پېښو له کبله د ډېرو مالي او زيانونو خبر ورکړل شوی.

له دې پېښو څخه تر ټولو خونړۍ ېې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې زلزلې وې،چې شاوخوا يو نيم زر تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.

د طالبانو د رژيم چارواکو پرون وويل،چې افغانستان د وروستيو طبيعي پېښو له کبله شاوخوا دوه میلیارده ډالره زيان ليدلی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي له نړيوالو وغوښتل،چې له افغانستان سره دې بشري مرستې نه سياسي کوي او دا مرستې دې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...