Homeخبرونهملا برادر په هرات کې:د افغانيو ارزښت مو وساته

ملا برادر په هرات کې:د افغانيو ارزښت مو وساته

تاند:(جمعه،د سنبلې يوولسمه)‏‏ د طالبانو د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ته د سفر پر مهال وويل،چې د دوی اداره وتوانېده، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ باثباته وساتي.

د هغه په وينا،‌ دا کار په داسې حال کې‌ شوی، چې د سیمې باثباته هېوادونه د خپلو اسعارو د ثبات ساتلو په برخه کې پاتې راغلي دي.

ملا برادر زياته کړه،چې د هرات د صنعتکارانو، سوداګرو او پانګه والو ډېرې ستونزې حل شوې او کومې، چې پاتې دي هغه ته به هم ژر تر ژره رسېدنه وشي.

د هغه په خبره، په نیږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې چارې له هرات څخه پیل شي او لومړۍ ګټه به يې هم د دغه ولايت اوسېدونکو ته ورسېږي.

ملا برادر وويل، چې پر ټاپي پروژه سربېره به د هرات ولايت په صنعتي پارک کې پنځم فاز چارې هم شروع شي، د پل هاشمي په سيمه کې به صنعتي ښارګوټى جوړ او د پاشدان او شنډنډ بندونو کارونه به هم په نږدې راتلونکي کې بيا پيل شي.‏

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي په داسې مهال دا څرګندونې کړي،چې اقتصادي شنونکي له افغانستان سره د نړيوالو د بشري مرستو اونيزې ۴۰ميلیون ډالري مرستې د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره مهم ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...