یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنعیم وردګ: اسراييلو سره د اړیکو جوړولو خبره مې نه ده کړې

نعیم وردګ: اسراييلو سره د اړیکو جوړولو خبره مې نه ده کړې

تاند:(جمعه،د سنبلې يوولسمه)‏‏ د طالبانو یوه ویاند ډاکټر نعیم وردګ له الجزایرې ټلویزیون سره د خپلې وروستۍ مرکې په اړه نور توضیحات ورکړي او ويلي،چې په دې مرکه کې ېې له اسراییلو سره د اړيکو جوړولو خبره نه ده کړې.

د هغه په وينا، له دې مرکې څخه یې ناسم تعبير شوی او ده نه دي ويلي،چې د طالبانو رژيم له اسراییلو سره کومه ستونزه نه لري.

ډاکټر نعیم وردګ زیاتوي:«د بیت المقدس په اړه زموږ موقف ثابت او واضح دى، چې وخت په وخت مو څرګند كړی.»

نوموړي دا هم ویلي ،چې د اسرائيلو د رسميت پېژندلو خبره او يا ور سره اړيکې جوړول اصلا مطرح نه دي، او نه د طالبانو پاليسي ده.

د ده په وينا، د طالبانو پاليسي د اسلامي شريعت او خپلو ملي ګټو په رڼا کې روانه ده.

د‌ طالبانو وياند څخه په دې مرکه کې د اسراییلو او یو شمېر عربي هېوادونو د اړیکو جوړولو د تړون په اړه هم پوښتلي وو،چې نوموړي ورسره د کومې ستونزې د نه لرلو خبره کړې وه.

د ډاکټر نعیم وردګ دغو څرګندونو ته په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو منتقدینو ګڼ غبرګونونه وښودل.

ځینو شنونکو بيا ویلي،چې نعیم وردګ د یاد شوي تړون په اړه سم معلومات نه درلودل.

1 COMMENT

  1. وردګ ساب!
    د یهودو مُریدانو ( غربیانو ) مُفته باچهی پلاس درکړه نو باید یهودو ته هم لکۍ وښوروئ البته ستا څوڼی او چاک او چالاکی هم یهودو ته ورته ده ضمناً طالب او القاعده او داعش او نوری تروریسټی ډلی بېل بېل نهرونه او ویالی دی خو په انتها کی ټول د یهودو د ګټو په سمندر ور ګډیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب