دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د یوه مړه شوي ولس بیا حیات

د یوه مړه شوي ولس بیا حیات

لیکوال: یونس تنویر

دوهمه برخه…

دا چې د مسلمانانو تېر برم څه ډول و، د تاریخ پاڼې ترې ډکې دي. او هیڅ داسې شواهد نه شته، چې د دوی دغه د بریا حالت ناګوار اعلان کړي، مګر دا چې اوس مسلمان په څه لګیا دی دا هغه حالت دي، چې نن یې په نړۍ کې مسلمان غلامۍ ته مجبور کړي دي.

دا ومنۍ، چې ټوله نړۍ د کفر غلامه ده او په دې یقین وکړئ، چې چا د خدای تعالی (ج) په سهي مانا د لارې پیروي کړې وای، نو نن به په نړۍ کې مسلمانان په عروج کې ول.

دا چې نن مسلمانان په عروج کې نه شته، نو په مسلمانانو د کفر تاثرات دومره ژور دي، چې هیڅ دا فکر نه شي کولای، چې هر څه خدای تعالی (ج) پیدا کړي. یوازې د هغه د لارې پلیوني او باور په ټوله مانا انسان د بریا مقام ته رسولای شي. او خدای تعالی (ج) الهي وحې د انسانانو د پرمختګ، هوساینې لپاره پر پیعمبران (ع) باندې را نازلې کړې او ددې نه ماورا هیڅ پرمختګ او انساني ژوند شونی نه وو او نه دی.

خدای تعالی (ج) انسان ته پنځوګوني حواس په دې ورکړي، چې تشخیص وکړي. عقل یې پردې ورکړی، چې سنجش او تفکر وکړي. ښه او بد یې پر دې ورته ښکاره کړي، چې په ګناه کې ښکیل نه شي او ګناه د انساني ژوند نابودي ده.

خدای تعالی (ج) انسان په پوهې او د مهارت  په زده کولو مامور کړی دی. او خدای تعالی (ج) په مسلمانانو ټینګار کړی، چې د کفارو په مقابل کې دایم سمبال اوسي.  اوس چې کفار سمبال دي او موږ نه یو، دا په دې شاهدي ورکوي، چې  موږ ناسمبال پاتې شوي یو. او زموږ حکومتونو او د سر خلک اکثریته د کفارو غلامان او د دوی په خوښه یې دولتونه په مخکې بول. او د اسلامي ارزښتونو د ماتیدا لپاره کفارو په مسلمانانو پانګوونه وکړه او د هغوی لپاره یې ځینې عصري توکي ساز کړل او مسلمانان یې په عیاشۍ او بدنیتۍ سره مصروف کړل. مسلمانانو د شخصي ارزښتونو په موخه د موقفونو سودا وکړه او د کفارو څخه یې په پیسو بدنیتي واخیسته.

یو شمېر لیکوال یې په دې مصروف کړل، چې دیني او عقیدوي باورونه نادرست تعبیر کړي. خو په دې یقین وکړئ، چې هغوی هم په دې راز پوه دي، چې بغیر د خالق  څخه تصور ناشونی او لیونتوب دي؛ ځکه چې انسان په عقیدوي لحاظ د باورونو مجموعه ده. انسان که په دې باور نه درلودای، چې سهار به روغ را پورته نه شي او مړ به شي، نو هیڅ وخت به یې خوب ته تابیا نه وای کړې.

انسان به هیڅ وخت دغه عقیده له لاسه ور نه کړي، چې مرګ یو ناڅاپي شونی دی. یو انسان به هیڅ دغه باور له لاسه ورنه کړي، چې که ډوډۍ او اوبه ونه څښي، نو نه به مري. دا د انسان د باورونو او عقیدې یو اوږد بحث دی، چې ټول ژوند یې ور سره تړل شوی دی. هغوی به سخت جاهل وي، چې په عقیدو او باورونو یې ایمان نه وي.

نو بیا څه بایده شي، چې په مسلمانانو کې دا اختلافات پیدا کړو، چې په عقیدوي باورونه ودریدل ناداني ده، حال دا چې ژوند ټول عقیدوي باور دی. هغوی چې عقیدوي باورونه یې پريښودل او د حواسو غلامي کې را ګیر شول، نو هغوی بیا د خدای تعالی (ج) په الهي وحې باور له لاسه ورکړ. او چا چې دغه چاره خپله کړه، نو هغوی ګوا چې د کفر په غلامۍ کې ښکیل شول، ځکه چې هغوی د کفارو په عقیدو باورونه وکړل او د هغوی عقاید یې خپل کړل. دوی ملحدان دي او ملحد په مسلمانه ټولنه کې سرطان دی او غواړي، چې په دې مرض نور مسلمانان هم ونیسي. دا ډول وګړي مسلمانان په مختلفو نظریو ویشي. حال دا چې مسلمانان د یوې لارې او د یوې نظریې خلک دي.

تاسو د کفارو عقاید او کتابونه وګورئ، چې په لوی لاس یې په مسلمانانو کې اختلافات رامنځته کړي دي. او زموږ علما یې ډیر نادرست تعبیر کړي دي. پر موږ کې د علم او فرهنګ د ترویج دروازې بندې شوې او خپل اسلاف له موږه پاتې شوه. او راتلونکي نسل ته مو ور و نه پېژندل.

اروپایانو په ابن سینا پسې دا پروپاګند ګډ کړل، چې یاد علم شراب خور و او شراب به یې خوړل او زیاتره وخت په عیاشۍ کې و. حال دا چې د ابن سینا کرامات په تذګرو کې څرګند دي او د هغه د علم او کتابونو څخه ان څلور سوه کاله اروپا مستفیده وه او د دوي د هیوادونو په پوهنتونونو کې تدرسیدل.

دا کار کفارو ددې لپاره کاوه، چې د راتلونکي مومن نسل ذهنیت په دې ډول واړوي او دا ورته ښکاره کړي، چې ابن سینا، چې عالم کس و، نو هغه بد عدتونه درلودل. او دا دونه بد عدت دی، چې هیڅ علم به په حافظه کې در پاتې نه کړي. ځکه چې نشه ذهن کمزوری کوي او انسان ته روحي تکلیف پیدا کوي. نو بیا څنګه ابن سینا یو داسې د علم دریاب شي، چې هغه دې په نړۍ کې د طبابت لوی لوی بابونه خلکو ته ور ښکاره کړي؟ یانې دا د کفارو تبلیغات دي. کفارو زموږ علما ښه دقیق مطالعه کړي او بیا یې موږ ته اپوټه معرفي کړي او موږ دا کار نه دی کړی، چې خپل اسلاف دقیق مطالعه کړو او راتلونکي نسل ته یې ور وپېژنو. زموږ مبتدیانو د هغوی کتابونه لوستي او د خپلو علماو په اړه یې هم هغه نظریات خپل کړي، چې هغوی بیخي نادرست دي. 

کفارو د ابوبکر رازي شخصیت ځکه ښه معرفي کړی دی، چې هغه ملحدانه تفکر درلوده. او په الهي وحې یې باور نه درلوده. یاد کس ته به ابن سینا د بولو او میتیازو د تشخیص طیب وایه، مګر کفارو د یاد کس په اړه زیاته د مبالغې تیوري سازه کړې ده.

ابن خلدون یې په دې ښه نه ګاڼه، چې اسلامي ارزښتونو ته ژمن و. دا د کفارو عنادونه دي، چې په بېلابېلو طریقو یې د مسلمانانو سره کوي.

کفارو ته د عربي هیوادونو سیاست ځکه ښه دی، چې هغوی کفري نظامونه لري او افغانستان ځکه په سیاسي لحاظ ښه نه دی، چې دلته د اسلامي نظام د قایمولو په پار مسلمانان کوښښونه کوي.

د یوه مړه شوي ولس بیا حیات | یونس تنویر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب