یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د اسلام، ساینس او تکنالوژۍ تر منځ د اړیکو ټینګولو پراختیا د...

د اسلام، ساینس او تکنالوژۍ تر منځ د اړیکو ټینګولو پراختیا د انسان د ګټو لپاره

محمد عارف رسولي

د ژباړن یو څو خبرې

د پورته کنفرانس د یوې بلې وینا تر ژپاړې وروسته د کنفرانس د مشر دا وینا مې په دې هیله وژباړله چې د کنفرانس په هکله یو څه نور معلومات هم دوستانو ته ورکړم. هیله ده مرسته وکړي چې زموږ د دیني بحثونو، دیالوګ، څیړنو، او دیني نړۍ لید سره مرسته وکړي د اوسنیو ډیرو فرعي مسئلو په ځای چې پخواشینۍ سره موږ ویشي، په علمي توګه یې نه حل کوو، د دې کنفرانس غوندې د اسلامي نړۍ مهمو مسئلو ته پام وکړو. 

موږ په ټولنیزو رسنیو کې ګورو چې زموږ یو شمیر خلک په کومو مسئلو یو بل تحقیر او توهینوي او ان د تکفیر تر حده سره رسیږي. دا موږ ته د اسلامي امت هغه خوار او زار او له فرهنګي او علمي پلوه فقیر حالت راښيي، چې ورځ تر بلې موږ په فرقو ویشي او ټوټې ټوټې مو کوي، خو داسې نښې نښانې شته چې یو شمیر قوتونه دا اختلافات زموږ هیواد ته رانقلوي تر څو زموږ شته ستونزو ته نور خطرناک ابعاد ورکړي. دا په حقیقت کې د اسلامي امت سره یوه ستره جفا ده. 

موږ ټولو ته هغه حدیث معلوم دی چې په هر قرن کې به الله تعالی د خپل دین څخه د ګردونو د لیرې کولو، اصل ته یې د رجوع لپاره به الله تعالی یو مجدد رالیږي. لکه عمر ابن عبد العزیز یا امام غزالي چې مجددین بلل شوي دي او هر یوه د شته ستونزو د لیرې کولو لپاره بریالۍ هڅې وکړې. ډاکټر شبیرعلي یو قرآني مفسر وايي: دی په دې اند دی چې په اوس وخت کې مسئلې دومره زیاتې او پیچلې دي چې غوره به وي د یوه عالم کس، یا د علماوو د یوه ټیم په ځای زیاتو ټیمونو ته اړتیا ده چې په مختلفو رښتو او او اسلامي علومو کې تخصص لرونکي وي لکه قرآني علوم او تفسیر، د احادیثو علم، د عربي ژبه، فقه، اصولو فقه، مقاصد الشریعت، اسلامي اقتصاد، سیاست الشریعیه، اسلامي فلسفې، اسلامي تمدن، تاریخ تشریع اسلامي، د پوهې اسلامي کولو او نورو اړوندو رښتو کارپوهان په مختلفو ټیمونو کې د عالم اسلام په اوسنیو حالاتو او ستونزو بحث او خبرې وکړي او په شورايي شکل ستونزو ته حل لارې ومومي. 

باید د فرقه ایي مخالفتونو، په فرعي وړو اختلافونو کې د یو بل د توهین او تحقیر او ان تکفیرولو په ځای، د اسلامي امت په لمړیتوبونو او د ظواهرو په ځای په مقاصد الشریعت باید تمرکز وکړو او د اختلافاتو د معقول حل لپاره له اسلامي اصولو سره سمې لارې ولټوو. آیا ښه به نه وي چې په اړوندو مسئلو دې کنفرانس ته ورته کنفرانسونه، سیمینارونه او سمپوزیمونه را وغواړو، د مقالو او بحثونو څخه یې کتابونه چاپ او د خلکو په واک کی یې ورکړو. 

دلته یو څو مثالونه رواړو چې که ممکنه وي زموږ د دیني علماوو د بحثونو، څیړنو او مطالعاتو په سر کې راشي

  1. سیاست الشرعیه څه شی دی، 
  2. د اسلامي نظام سترې موخې باید کومې وي؟ آیا د اسلامي نظام اهداف یوازې د قوانینو پلي کول دي او که د قرآن او سنت سره سم الهي عدل راوستل، د خلق الله خدمت کول، تهذیب الفرد او تهذیب الاجتماع، د اخلاقو اصلاح چې رسول الله یې د تکمیل لپاره ځان مبعوث بولي او نور او دا څنګه او په کوم حکمت موږ کولی شو؟
  3. مشروع شورايي اسلامي نظام جوړول د قرآن، سنت او اجماع په مرسته څنګه جوړولی شو؟
  4. د اسلامي تمدن د صعود او زوال لاملونه کوم و، او څنګه بیا اسلامي تمدن جوړولی شو؟
  5. په ټولو امورو کې په ځان د بسیا کیدو مسئله په اسلام کې څه شی ده او څنګه خود کفایۍ ته رسیدلی شو؟ 
  6. څنګه اسلامي مالي، بانکي او اقتصادي سیستم د اسلام له اصولو سره سمولی شو او له سودی نظامه ځان خلاصولی شو 
  7. توحیدي ساینس لکه چې په دې کنفرانس کې ورباندې بحث شوی تر بحث لاندې ونیسو
  8. د ساینس او دیني علومو اړیکه باید څنګه وي، د اسلام به صدر کې خو موږ دیني او ساینسي علوم نه ویشل او دا ویش څه وخت او ولې رامنځته شو او زیانونه یې موږ ته څه وو؟ 
  9. د خپلو ښوونځیو او مدرسو کوریکولم څنګه اصلاح کولی شو چې اسلامي او ساینسي علوم له یو بل سره همغږي کړي او د ټکر مسئلې ورنه لیرې کړي، په دې هکله په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول په مالیزیا او اندونیزیا کې زیات کار شوی او څنګه ورنه زده کولی شو؟ 
  10. د مکتب او مدرسې ترمنځ واټن څنګه له منځه وړلی شو، آیا په رښتیا هم مدرسه او مکتب له یو بل سره دښمني لري؟
  11. فقر له خپل هیواده څنګه ورکولی شو 
  12. د اسلام له نظره انکشاف، پرمختګ او وده څه شی دي او څنګه یې راوستلی شو؟
  13. فرعي واړه اختلافات خو د صحابه وو په منځ کې هم و، خو خلاف یې په منځ کې نه و، زموږ په دین کې خو په فرعي مسئلو کې اختلاف طبیعي بلل شوی او په همدې اساس موږ د اهل سنت والجماعت څلور مذاهب لرو، خو سوال دادی چې څنګه اوس په فرعي مسئلو کې یو بل توهین، تحقیر، تکفیر او ونه ووژنو او د حل اسانه لارې د قرآن او سنت په بنسټ ومومو او انجام یې الله تعالی ته حواله کړو؟
  14. لکه څنګه چې وتلو اسلامي علماوو لکه امام محمد غزالي، امام شاطبي او نورو د اسلامي شریعت په مقاصدو تمرکز و کړو ترڅو مو د اسلام په روح سم پوه کړي. 
  15. ….

سریزه

د مقالو ټولګه کومې چې په دې کتاب کې راغونډې شوې دي په هغه نړیوال کنفرانس کې وړاندې شوې چې د « د اسلام، ساینس او تکنالوژۍ تر منځ د اړیکو ټینګولو پراختیا د انسان د ګټو لپاره» تر سرلیک لاندې د مالیزیا هیواد په پایتخت کوالا لمپور کې، د لوړو اسلامي مطالعاتو په نړیوال انستیتوب کې، د اکتوبر په، ۱-۲، ۲۰۱۴ رابلل شوی و. 

دا کنفرانس په رسمي توګه د مالیزیا د پخواني صدر اعظم، ښاغلي تون عبدالله احمد بدوي لخوا پرانیستل شو، د دوو نورو نړیوالې کچې علماوو لخوا مهمې کلیدي ویناوې، د مشرانو استادانو او کارپوهانو بحثونه، د ځینو دوکتورا ته کاندید محصلانو څیړنیزې موندنې او مقالې یې هم لرل. کانفرانس، دواړه عمومي او موازي غونډې لرلې، په دې کې دوه د ټولو په مخ خلاص بحثونه وو: یو دا بحث د بیوتیک انجنیرینګ اخلاق (Bioethics) او بل یې د اسلامي ساینس د تاریخ او درس ورکولو په هکله وو. وړاندې کوونکو او مولفانو ته ویل شوي و چې داسې سپارښتنې شریکې کړي چې د حکومت، بنسټونو، نادولتي موسساتو او عوامو په واسطه په دې هیله عملي شي چې په مختلفو سکتورونو کې بشریت او د مالیزیا ملت ته غوره پایلې ولري اوګټې ورسوي. 

کنفرانس د ځینو مهمو مطرح شوو موضوعات په هکله تر بحث وروسته ختم شو. 

د کنفرانس هدفونه په لاندې ډول وو:

  • تر څو د اسلام په هکله په عمومي توګه او د ساینس او تکنالوژۍ په هکله په خاصه توګه د نن زمانې د ساینسي پوهې په لټون پسې او په ټولیزه توګه د بشریت د خیر ښېګڼې لپاره په مهمو مسئلو غوره پوهاوی رامنځته شي. 
  • ترڅو د انسان د بیالوژي/روغتیايي علومو او اغیزو یې د ژوند په چاپيریال یې د اغیزو په هکله غوره اخلاقي عاجلو مسئلو ته ځواب ووایو
  • تر څو یوه دین شموله هر اړخیزه میتودولوژي د ساینس د تعلیم لپاره په دینی بنسټونو کې رامنځته شي

د ټولو ۳۷ وړاندې شوو څیړنیزو علمي لیکنو څځه ۲۶ یې په دې کتاب کې شاملې شوې. دا لیکنې په زیاتو موضوعاتو کې دي او تر دې څلورو ټولګو لاندې ترتیب شوې: 

  • د ساینس فلسفه، کازمالوژي (د میتافزیکي علم هغه څانګه چې د طبیعت او عالم سره سروکار لري) او د بیولوژيکي سیستم ظهور
  • توحیدي ساینس – اصول او عمومي تطبیق یې
  • توحیدي ساینس – د بیالوژي د علم اخلاق
  • د ساینس تاریخ او درس ورکول

د کنفرانس عمومي موضوع دا اړتیا په ځان کې رانغښته چې د ساینس او تکنالوژۍ  (S&T) په اپیستمالوژيکي او کازمالوژیکي بنسټ باندې له اسلامي نظره تحقیقات وکړو، په ځانګړې توګه د ساینس او تکنالوژۍ په  عملي او ګټورو برخو باندې پوه شو، ترڅو انسانیت ته خدمت وکړو. د دې کنفرانس موخه داوه چې د یو شمیر خلکو تشویشونو ته ځواب ووایو، او دا چې ساینس او تکنالوژي نه ښايي چې، یوازې د نخبګانو او قدرتمندانو د ګټو لپاره ورنه ګټه واخیستل شي، عام او په تیره فقیر خلک هیر کړي او له دې کبله  خپله د انسان موجودیت په خطر کې واچوي. د طبیعي علومو په کارونه کې اخلاقي مسئلې باید پوره په پام کې ونیول شي تر څو ټول بشریت ته خدمت وکړی شي نه یوازې یوه واړه اقلیت ته. 

د ساینس د رول په هکله د ماورا‌ء الطبیعت د علم او کازمالوژي (هغه څانګه چې له علم او عالم سره سرو کار لری)، ژورو مسئلو ته ځوابونه وویل شول، کوم چې د « شیانو په ستر تصویر کې » زموږ موقف روښانوي. همدارنګه، د اوسني تفکر ډبرین بنسټ لا پخوا روښانه دی او مهم سوالونه حل شوي دي. په کنفرانس کې، په هغه مهم رول زیات تاکید وشو چې دین او په ځانګړي ډول اسلام یې د بیا ویښتیا او احیا په پروسه کې لوبولی شي. په یوه مکمل او هر اړخیزه (Comprehensive) او ټول شموله (holistic) روښ چې بنسټ یې توحید او د اسلام لوړ مقاصد (هدفونه) وي، تاکید وشو.

څه چې وروسته راځي، زه د کنفرانس د کوربه او د مالیزیا د اسلامي مطالعاتو د نړیوال انستیتوت د مسؤل په توګه په پرانیستونکو مراسمو کې د خپلو څرګندونو یوه برخه دلته شریکوم. 

د کنفرانس د رئیس د وینا یوه برخه

څنګه چې دین او اخلاق د زغم غوښتنه او سپارښتنه کوي، د نړیوال ساینسي او علمي مدرنیتي او د تکنالوژۍ په چټک سرعت خپرېدل او له دین سره په ټکر کې زده کړې انسانیت د خپل خیر په یوه مخالف لوري بیايي. نو موږ اړ کوي چې یو شمیر سوالونه راپورته کړو: آیا بشر د ارزښتونو په بحران اخته دی؟ ساینس کوم چې د قدرت تر لاسه کولو وسیله شوې چې تکنالوژي په حرکت راولي، یوه دوام لرونکې پروسه ده چې مشاهدې او تجربې په یوه سره تړلي منطقي جوړښت کې سره یو ځای کوي او هغه بیا د پوهې په یوه ټولګه کې راټولوي. بیا هم پوهه د ننګونو او بدلون په وړاندې د نویو مشاهداتو، نویو تجربو او د فکر د نوښت په وړاندې خلاصه او قبلوونکې پاته کیږی.

د ساینس او تکنالوژۍ له ګټو څخه انسانیت ته، انکار نه شي کیدی. خو هغه اپیستمالوژي او میتود چې د ساینس پلټنې په خوځښت راولي له سوالونو یو ډک مسیر یې غوره کړی دی کوم چې انساني ارزښتونو ته ړوند دی، او کولی شي دواړه ګټې او ضررونه رامنځته  کړي. د ساینس او تکنالوژۍ له تهدیدونو ډک تاثیر د انسان په ژوند او د هغه په ځمکني استوګنځي (هبیتات) باندې بده اغیزه کوي. د ځمکې د طبیعي چاپیریال پاکوالي ته یې په ډیر سرعت او خطرناکه توکه زیات زیان رسولی، او ورباندې سودا شوې ده. داسې ښکاري چې ساینس او تکنالوژۍ و حکمت او عقلانیت ته دروازې تړلې دي، خو موږ اړتیا لرو چې پوه شو څنګه ورنه سمه ګټه اخیستی شو. 

زموږ ټولنیزه فضا تر هر بل وخت د زیاتو فلسفي نظریاتو او موقفونو په واسطه ډکه شوې ده، چې څنګه په ساینس او دین پوه شو، او څنګه د انسان پرمختګ او هوساینه او اخلاق د دوی له عینکو وګورو. په یوه خوا کې له دین سره مخالف ساینس پوهان لرو چې استدلال کوي ننی ساینس موږ ته د ژوند او زده کړو لپاره پوره ممکمل بنسټ راکوي. د دې نظرېې په بنا، دیني نظریاتو ته که په ښه سترګه وګورو ناکافي دي او که له بلې خوا ورته ورته وګورو د انسان د پرمختګ لپاره خنډ دي.

مسلمانان ساینس پوهان بیا ساینس او تمدن ته په مرسته کولو کې بریالي شول کله چې هغوی د هستۍ واقعیتونه او د میتافیزيکي ابعادو یو محور رامنځته کړ، داسې یو دین محوره ارزښت چې د دوی علمي او ساینسي څیړنو او د پوهې او حقیقت موندلو هڅو ته یې لارښوونه وکړه. د دې نړۍ لید له نظره واقعیت یوازې تر حواسي تجربو محدود نه و، بلکه غیر فزیکي نړۍ «عالم الغیب » ته هم وغزیده، لکه چې قرآن هم ورباندې شاهدي ورکوي.

د ساینسي او علمي څیړنو او نوښتونو او د اسلامي نړۍ لید، ګټې په ټول بشریت پورې تړاو لري. دا د توحید یو نه بیلیدونکی اصل دی، د الله تعالی وحدانیت د اسلامي نړۍ لید او د پوهې د اپیستمالوژۍ تر ژورو برخو پورې ریښې ځغلوي. کله چې له ساینس او تکنالوژۍ سره د اخلاقو او عقیدې په واسطه مرسته وشي او پوهاوی ورته حاصل شي، دوی ارو مرو د انسان ګټو ته خدمت کولی شي او د انساني ټولنې او تمدن غوټۍ راپورته کوي او ثمر ته یې رسوي. که په ټول ساینس او تکنالوژۍ دا حقیقت حاکم وي، بیا به د اتومي، کیمیاوي او بیولوژيکي وسلو شتون او کارونه، چې بشریت هره لمحه تهدیدوی له منځه ځي او ساینس او تکنالوژي به یوازې د انسان په خدمت کې وی. خو حاکمه ساینسي مدرنیتي دا نظر پالي چې ساینس دین او اخلاقو ته اړتیا نه لري او دیني نظریاتو ته د ساینس د دښمن په سترګه ګوري. 

اسلامي نظریه داده چې دین او ساینس په رښتینې توګه یو بل ته اړتیا لري. دا به موږ ته تشریح کړي چې ولې اړتیا ده چې د معاصر ساینس او تکنالوژۍ اپیستمالوژي په رښتیني توګه او له اعتباره ډکه میتودولوژي باندې کریتیک او نقد کړو. زه باور لرم چې د اسلام معنوي او عقلاني سرچینې او منابع او د هغو هراړخیزه (هولستیک) لرلید د ساینسي څیړنو په هکله د یوه نوي ساینسي او تکنالوژيکي کلتور د رامنځته کولوسره زیاته ګټوره مرسته کولی شي کوم چې د ټول بشریت د ګټو پالنه کولی شي. 

د کنفرانس په اجندا کې موضوعات

د موضوعګانو او مضامینو د تنوع له کبله، په کنفرانس کې به داسې لیکنې وي چې د پراخه ډلو لکه اکادیمیکي او د پالیسیو او پروګرامونو پلي کوونکو، اسلامي او دیني عالمانو، د اجتماعي علومو پوهانو، د فزیکي علومو ساینس پوهانو او انجنیرانو او د ټولو دیسیپلینو علاقه لرونکو ته به په زړه پورې وي.

د کنفرانس له مقالو څخه جوړ شوی کتاب به محصلانو، علماوو او عادي کسانو، مسلمانو او غیر مسلمو ټولو ته ګټور وي، هغوی چې غواړي د اسلام او د انسانیت د ګټو لپاره د ساینس په هکله یوه هراړخیزه (هولیستیک) پوهه ترلاسه کړي.  غیر مسلم کسان به په هغه ونډه پوه شي چې اسلام یې د نړۍ د ښه والي لپاره ترسره کولی شي. همدارنګه، د ټولو ساینس پوهانو لپاره مهمه ده چې د انساني ټولنې د هوساینې او نړیوال چاپیریال د خوندیتوب لپاره سره لاسونه ورکړي او همکاري وکړي.

د کنفرانس د بحثونو په وخت زیات شوق او علاقه راپیدا شول، په خاصه توګه د کنفرانس په موضوع باندې په ګډه نتیجه اخیستونکې غونډه (پلنري) کې. زیاتو مشهورو ویناوالو سپارښتنه وکړه چې دا کنفرانس باید بیا  بیا تعقیب شی او په یوه کلني پروګرام باندې بدل شي. همدارنګه، په پراخه توګه ومنل شوه چې د طبیعي علومو په باب د مسلمانو ساینس پوهانو ونډه خورا کمه ده او باید زیاته شي. د مالیزیا د « د لوړو اسلامي مطالعاتو په نړیوال انستیتوب » په نمایندګۍ زه هیله کوم چې موږ په راتلونکي کې دې سپارښتنو ته د عمل جامه ورواغوندو، ورته کنفرانسونه په دې او یا ورته موضوعاتو تنظیم او راوغواړو. موږ اوس په یقیني توګه د خپلو پنځو شاخونو څخه په یوه کې چې په ساینس، تکنالوژۍ، چاپیریال ساتنې او اخلاقو باندې راڅرخي له خپلو منابعو کار کوو. د یوه ورته کلني کنفرانس لپاره به زموږ اداره مرستو ته اړتیا ولري او پلان لرو چې له  سازمانه بهر مرسته تر لاسه کړو. 

د مالیزیا صدراعظم په زیاته مهربانۍ سره قبوله کړه چې په رسمي توګه زموږ کنفرانس پرانیزي او زما پیرزوینې د کنفرانس و تنظیموونکو او د کنفرانس شریکانو او ټولو هغو کسانو ته چې د مالیزیا د لوړو اسلامي مطالعاتو د نړیوال انستیتیوت سره یې په دې هڅو کې مرسته وکړه، تایید کړې. 

موږ دا کنفرانس په ګډه د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون (IIUM)، د مالیزیا د اسلامي مطالعاتو اکادیمي، د مالیزیا له پوهنتون، او د سلطان عمر ( علي سیف الدین مرکز د اسلامي مطالعاتو لپاره)، د برونای دارالسلام پوهنتون او همدارنګه د تکنالوژي د پوهنتون او د اسلامي مطالعاتو د لوړتیا د مرکز، د ګریفیت پوهنتون چې په استریلیا کې دی، ترتیب کړی و. څنګه چې ما د کنفرانس له بحثونو ګټه پورته کړه او لیکل شوې مقالې مې ولوستې، زه له دې فرصته په ګټه اخلم او د لیکوالانو او وړاندې کوونکو د هڅو ستاینه کوم چې د علمي بحثونو او خپلو نظریاتو په مرسته یې مرسته وکړه تر څو دا نړیوال کنفرانس یوه بریالی شي او همدارنګه یې ممکنه کړه چې د دې کنفرانس لیکنې چاپ او خپرې کړو.

4 COMMENTS

  1. محترم او معزز ورور رسولی صاحب
    السلام علیکم و رحمت الله۰ وبعد؛
    د تاسی ۱۴ وړاندیزونه هغه اهم کاری ساحی دی چې که ډ ملت او امت ، علما او امرا د هغی په وړاندی خپل مسئولیت درک او اداء کړی ،ان شاءالله چې امت به خپل حیثیت اعاده او د عزت ګراف
    یی ،صعودی حالت ته وروګرځی؛خو دا کار لکه چې ذکر شوی ،متخصصین، محققین ،اصحاب تالیف او
    علاقمندان د امت په سطح غواړی،چې وړی مدرسی او حتی حکومتونه هم ډدی کار نه عاجز دی،ځکه
    یو کامل تحقیقاتی مرکز مشتمل پر ټولو شعباتو د علوم نافعه ،لوی تشکیلات ، اهم متخصصین ،وسایل ،مصارف او کافی بودیجه غواړی ،چې تر ڼنه یی امت نلری؛او دا کار د امت جوړونی لپاره اساسی او اهم کار دی ،سره لدی چې دا کار په خپله لار کی ډیر خنډونه هم لری مګر حکیمانه روش او
    تدابیر زموږ ډیری ستونزی کمولی شی، او دا د امت تحقیقاتی مرکز پدی کیفیت او اهدافو د امت
    لپاره ډیر اهم دی نسبت هغو هستوی مرکزونو ته چې ریاکتورونه یی هستوی سلاح د ظالمو حکامو
    د غیر انسانی او نا مشروع اهدافو او د ژوند د نابودی لپاره میلیاردونه ډالر مصرفوی۰
    اوس د مومنو علماوو او حکامو مسئولیت جوړیږی چې ډدی کار لپاره د تنویر اذهان او دعوت زمینه
    مساعده او ډ یوه واړه تحقیقاتی مرکز نه کار شروع او د مالیزیا له تجربو نه چې څو لسیزی تجربه لری،استفاده او انکشاف ورکړ شی۰

  2. جناب داکتر صاحب مننه او له نظر سره مو همغږی یم. د مرکز د ایجاد خبره زیاته مهمه ده او زه فکر د داسې مرکز د رامنځته کېدو لپاره د اسلامي نړۍ د ستونزو او حل لارو موندلو په هکله یو تفکر، اجندا او تندې ته اړتیا ده.

    ما په همدې هیله دا وړاندیزونه وکړل اوًهیله لرم چې دردمند دیني عالمان به په دې طرف ګامونه واخلي او هیله ده داسې څوک پیدا شي چې پرېکړې وکړي.

  3. سلام
    وایی همدا غر او همدا کربوړی.د افغانستان اومالیزیا متافزیک، شرایط ،موقف،تعلیمی او درسی اخلاق سواد کچه ،اسلامی ابعاد ، اړیکی ، ضوابط، اوچاپېریال سره توبیر لری . موږ څخه دغه فلسفه او سیانس دکړکېچونو په زور ورک دی. اصول چېرې دي؟ طبیعت اوعالم موږته حیران دی. زموږ بیولوژیکی ناروغ سیستم بیا ولی له سیانس څخه جلا خان ښيې او نور غټ او واړه کارول شوې اصطلاحات او ترمینالوزی …………..
    فلهذا لاندې برخه لږ څه وضاحت غواړی چې ستا هدف دلته څه دی ؟ مننه
    د ساینس فلسفه، کازمالوژي (د میتافزیکي علم هغه څانګه چې د طبیعت او عالم سره سروکار لري) او د بیولوژيکي سیستم ظهور
    توحیدي ساینس – اصول او عمومي تطبیق یې
    توحیدي ساینس – د بیالوژي د علم اخلاق؟؟؟؟؟
    د ساینس تاریخ او درس ورکول

  4. محترم شریفزاد صاحب سلام
    که تاسو مضمون په ښه غور ولولی نو دا مسئلې د کنفرانس د اجندا مهمې برخې دي نه زما خبرې. دا چې معنی یې څه ده مهرباني وکړه دا لاندې ولوله:

    توحید، اسلام، علم (ساینس)
    توحید د اسلام بنسټيز اصل او د الله تعالی له وحدانیت او یووالي څخه عبارت دی. له تعبدي اړخه ور اخوا د توحید د اصل کارول په تمدني، علمي، تحقیقاتي او د ژوند په هره برخه کې د مسلمانانو د لارې داسې یو مشال دی چې د عالم(universe) په مختلفو برخو کې چې همدا توحید یې سرچینه ده، د هرې کچې یووالی او د ورپورې تړلي ساینس چې دا عالم مطالعه کوي د یووالی مفکوره رامنځته کوي.
    په دې ساینس کې تدوین شوی کتاب قرآن او د تکوین کتاب یعنی کائنات دواړه شامل دي. لکه د اسلامي ژوند او تفکر نور ټول اړخونه، اسلامي ساینس او تکنالوژي په حقیقت کې په ټولیزه توګه د توحید په مرسته شکل اختیاروي.
    له همدې کبله ساینس او تکنالوژي د توحید په رڼا کې خپل مفهوم، اخلاقي چوکاټ او اصول لري. دا اصول د انسان او انساني تمدن په خلاف باید نه وي، د خپل خالق د دواړو کتابونو له مقرراتو سره په ټکر کې باید نه وي. نو موږ باید په دواړو کتابونو پوه شو تر څو ورنه ګټه واخیستی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب