Homeخبرونههلمند کې د اوبو په سر شخړې ۴۰تنه ټپیان کړل

هلمند کې د اوبو په سر شخړې ۴۰تنه ټپیان کړل

تاند( دوشنبه، د سنبلې اوومه) د هلمند د ناوې ولسوالۍ په هزاراسف سیمه کې د اوبو پر سر د شخړې له امله ۴۰ تنه ټپیان شوي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس راشد هلمندی ويلي، چې دغه نښته پرون ناوخته له لفظي شخړې پيل شوې او د ۴۰ تنو د ټپي کیدو سبب شوې ده.

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، د يادې نښتې عاملین نیول شوي.

طالب چارواکو د دغې نښتې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د اوبو او نورو کلیوالي مسایلو په اړه د خلکو مرګونې شخړې په افغانستان کې اوږده سابقه لري او ډېر ځله ېې د ورته پېښو خبرونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...