یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهپاکستان: افغانستان نه ګواښونه را پېښ دي٬ط-ان: موږ نه، تاسې مو ګواښئ

پاکستان: افغانستان نه ګواښونه را پېښ دي٬ط-ان: موږ نه، تاسې مو ګواښئ

تاند( دوشنبه، د سنبلې اوومه) د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې د ناندريو له دوام سره دواړو لوريو نن بیا پر يو بل مطبوعاتي تورونه لګولي دي.

پرون د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پاکستان تورن کړ،چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته یې اډې ورکړي او ياد شوی هېواد له دغو اډو څخه په استفادې سره د افغانستان خاوره څاري،چې نور باید دغه وضعيت پای ته ورسول شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند د نوموړي څرګندونې رد کړي او د خواشينۍ تر څنګ ېې د رسمي اصولو خلاف عملي دي.

د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عزیز احمد چوهدري نن په یوه مقاله کې پاکستان او سیمه د طالبانو د واکمنۍ له کبله له نويو تروريستي ګواښونو سره مخامخ ګڼلې.

دا په داسې حال کې ده،چې پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم د ملا یعقوب د څرګندونو په اړه په خپله اعلاميه کې ورته ادعاوې کړې وې.

د‌ طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن په یوه تبصره کې د پاکستان او طالبانو د ناندريو په دوام د پاکستان له حکومت څخه غوښتي،چې د‌‌ طالبانو خلاف د «ماجرا جويۍ» سياستونو سره ملګری نه شي.

د طالبانو د اوسمهالي رسمي مطبوعاتي ارګان په دې تبصره کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د حکومت بدلیدو قضيه هم په سیمه کې له امریکا سره د نوموړي د حکومت نه ملتيا بللې او په افغانستان کې ېې د پاکستان او نورو هېوادونو لپاره د تروريستي خطرونو رامنځته کیدل بې بنسټه یاد کړي.

طالبانو په دې تبصره کې لیکلي:« د افغانستان په فضا کې د بهرنيو الوتکو شتون ښيي چې افغانستان له نورو څخه زيات د يو ګاونډي هېواد له خوا ګواښول کېږي.»

د‌ طالبانو په دې تبصره کې زیاته شوې،چې د منځنۍ اسيا ټولو هېوادونو په سیمه کې امریکا ته د پوځي اډې ورکړه رد کړه او څرګنده ده،چې یاده اډه پاکستان امریکایي ډرون الوتکو ته ورکړې ده.

د‌ طالبانو په دې اعلاميه ډوله تبصره کې زياته شوې:« ماجرا غوښتونکي او مغرضان چې د نړۍ په هر ګوټ کې دي بايد پوه شي چې افغانستان بې دروازې هېواد نه دى، چې هر څه يې زړه وغواړي هغه وکړي، دغه هېواد خاوند لري هيله ده چې نږدې او لرې هېوادونه له افغانستان څخه د رغنده تعامل لاره چې په هغه کې دوه اړخيزې او څو اړخيزې ګټې په انډوليز ډول رعايت شي تعقيب کړي، افغانستان دغه شان ماجرا غوښتنو ته نه تسليمېږي.»

په ورته وخت کې د سیمې مشهور ژورناليست او شنونکي‌ سمیع یوسفزي، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې له نیږدې څاري په یوه ټویټ کې په دې اړه داسې لیکلي دي:«امریکایي ډرون د روس له ډاره د ازبکستان ، تاجکستان او ترکمنستان له هوایې حریم نه افغانستان ته نه شي داخلیدی .چین او ایران خو امریکایي ډرون ته قطعا اجازه نه ورکوي .نو بیا حتما افغانستان ته د امریکا ډرونونو داخلیدو په اړه د وزیر دفاع ملا محمد یعقوب اخند خبرې پر ځای او حقیقت دي.»

د‌ يادونې وړ ده،چې د‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي او د وزارت مطبوعاتي دفتر یې پاکستان سره د طالبانو د وروستيو ناندریو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده،چې د افغانستان ډیورنډ فرضي کرښې ته نیږدې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پاکستان د پوځ له لوري د پاکستان د تحريک طالبان پر ضد د عملیاتو راپورونه ورکړل شوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل ويلي،چې ملا یعقوب یا پاکستان سره په افغان خاوره کې د پيل کړو عملیاتو خلاف دی او یا د ځان د مستقل ښودلو هڅې کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ملا یعقوب او پاکستان مواجه کیدلو ته په غبرګون کې ډېرو افغانانو ملا یعقوب ستایلی او ویلي،چې که ملي او پاکستان ضد دریځ ونيسي، افغانان به یې ملا وتړي او د طالبانو واکمني به ولسي محبوبیت پیدا کړي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې د پاکستان د تازه عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

پاکستان مخکې د یو لړ عملیاتو پر مهال په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د عمومي مشر عمر خالد په ګډون د دوی د يو شمېر مشهورو مشرانو د وژلو خبر ورکړی و.

د افغانستان حاکمو طالبانو په هغې اړه هم د خلکو نیوکو او پوښتنو ته ځواب نه و ورکړی.

3 COMMENTS

  1. طالبان بايد پوه شي چې د دوی کوربه هېواد هېڅکله د دوی دوست نه وو او نه دوست کېدای شي.
    هر څوک تر خپله مطلبه پورې يار دی
    ما د خدای لپاره يار ليدلی نه دی
    مجاهد و طالب دواړه د پاکستان د ګټو لپاره د افغانستان د کمزوري کولو لپاره روزل شوې وې او هغه دندې يې پرې سرته ورسولې. نور يې په غم کې نه دي.
    پاکستان ټوله نړۍ په انکار وخوړه، خو طالب نه منله.
    دوی ته مدرسې تر هر څه محترمې وې، خو هغوی د نورو په چوپړ کې وې.

  2. که یعقوب همداسي پخپل هوډ ودریږي د افغانستان ولسونه به یې تر شا ودریږي. دغه به یعقوب لپاره لویه بریا او ویاړ وي او دی د یوه رهبر په توګه وپیژندل سي.او هغه طالبان سي د تور پنجابي ځنځیر ته غاړه نه ټيټوي ټول به د یعقوب په شاخوا راټول سي. نه یوازي د افغانستان په دننه کې افغانان بلکي د نړۍ په هر ګوټ کې به افغانان د یعقوب ملاتړ وکړي. او د کوزې خوا نهضتونه سي د تورمخي پنجابي ضد دي هم دده ملاتړ وکړي.ددفاع وزیر ته په کار ده سي له خپلو خبرو په شا نسي دغه ویاړ به له یعقوب څخه د احمدشاه بابا او میرویس نیکه ننګیالی لمسئ او ولسواک جوړ کړي . زما غوښتنه له تاسي ځوان یعقوب څخه داده سي د پنجابي خنزیر هیلي ګور ته یوسي. د بابا لمسیه دغه مقام وګټه او ولسونه به ستا لاسونه ښکل او نوم به د تلپاتي سي. د بریالیتوب په هیله.ولس درسره مل دغه ویاړ وګټه 👍🇦🇫❤️

  3. یعقوب ابن عمر
    که همداسي دګران هیواد ابدی دوښمن ، منافق پاکستان ته خپل سرټیټ نه کړې نو لومړی به الله ستا ملاتړ کوي او ملت به هم پرتا راټولیږي . افغان ملت یو بل میرویس نیکه او احمدشاه بابا غواړي اوتاسو ته مو هیلي ټوکیدلي دي . خدای دي ستا غم نه راویني آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب