یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط-انو لویدیز د دوی خلاف په مطبوعاتي جګړې تورن کړ

ط-انو لویدیز د دوی خلاف په مطبوعاتي جګړې تورن کړ

تاند( دوشنبه، د سنبلې اوومه) ‏‏د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي له مشخصې نوم اخيستنې پرته لویدیز هېوادونه د دوی خلاف په مطبوعاتي جګړې تورن کړل.

نوموړي نن د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د یوازیني دولتي خبري اژانس باختر له دفتر څخه د لیدنې پر مهال ويلي، چې په معاصره نړۍ کې رسنۍ خپل ځای لري، آن په اوسني عصر کې نظامونه او حکومتونه د رسنیو پر مټ چپه کېږي.

د ده په وينا د دوی له لوري به، د رسنیو ودې او ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

هغه دا هم ويلي، چې یو کار کوونکی به د تېر او اوسنۍ نظام نه، بلکې د کار، صداقت، رېښتینولۍ، تقوا او زیار له مخې تشویق او ستایل کېږي.

د طالبانو دغه مقام د باختر اژانس په بیرته پياوړي کيدو هم ټينګار کړی او پرزول شوی نظام ېې دغه اژانس ته په نه پاملرنې تورن کړی دی.

د طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې د ځينو رسنيو او خبريالانو د شکايت له مخې طالبان دوی سره له اړوندو رسنيو پرته نورو ټولو ته د تبلیغاتي او پرديو ټريبيونونو په سترګه ګوري.

2 COMMENTS

  1. يو متل دی وايی چې :
    خپل ځان ساته پردی غل مه نيسه.
    تاسې وخدای او په ايمان يې ووايه چې له ملا حسن اخونده نيولې تر د تخار ولايت د تالقانو د اوسني تازه ښاروال پورې چې څلور کاله ښوونځی يې لوستی او د تقاعد په عمر کې دی، خو تاسې ښاروال ټاکلی دی. ايا دا انصاف دی؟
    غرب او يا نورو کورنيو او بهرنيو رسنيو ته خو تاسې خپله زمينه مساعده کړې ده، نو نور ولې ملامتوئ؟
    په تېرو نظامونو کې به چې چا جهاد کړی وو، نو مجاهد و جهاد ته ارزښت ورکول کېده، خو نن چې طالب په واک کې دی بيا هم جهاد وطالبېزم ته ارزښت ورکول کيږي نه مسلکي زده کړو ته.
    نو غرب ولې ملامتوئ؟
    هغه ژمنې چې مو له غرب سره کړې وې پکې پاتې راغلئ، نو خپله ملامتيا پر بل چا مه وراچوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب