یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان داخله وزير افغانستان د دوی دښمن هېواد وګاڼه

د پاکستان داخله وزير افغانستان د دوی دښمن هېواد وګاڼه

تاند( يکشنبه ، د اسد ۳۰ مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله خان په یوه خبري ناسته کې افغانستان د خپل هېواد دښمن ګڼلی.

 ‏

هغه د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان له مثال راوړلو سره ویلي،چې هغه هم لکه دښمن هېواد افغانستان د دوی پر حکومت بې ځايه تورونه لګوي.

دغه پاکستاني وزیر وروسته په يوه بل ویډیويي پیغام کې ویلي،چې يادې څرګندونې یې تحریف شوي دي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستيو کې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ په ځينو مسايلو اړيکې ترينګلې ښکاري.

ويل کيږي،چې د طالبانو ځینې مشران د افغانستان په چارو کې د پاکستان بې درېغه لاسوهنې او په خاص ډول د نجونو د ښوونځيو له تړل کيدو سره،چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځینو مطرحو څېرو د پاکستان کار ګڼلی، له پاکستان سره وران شوي دي.

شنونکي باور لري،چې د‌ طالبانو ځینې ډلې د پاکستان سرسخته نفوذیان او ځینې نور ېې مخالفان دي او په دې هڅه کې دي،چې د دوی پر ادارې د پاکستان پراخ نفوذ او کنټرول مهار کړي.

4 COMMENTS

  1. نو موږ کله پاکستان دوست ګڼلی. پاکستان زموږ دښمن ؤ دوښمن دی او دوښمن به وي. ددې پر ځای چې افغانان د خپل هیواد په سوکالۍ او ابادۍ انرژي مصرفوي باید دا انرژي لومړی د پاکستان په بربادۍ او نابودۍ مصرف کړي ځکه تر څو چې پاکستان وجود ولري افغانستان جوړیدو ته نه پریږدي. موږ باید د هر هغه چا سره لاس یو کړو او ورور یې وګڼو څوک چې د پاکستان دوښمن وي.

  2. څوک چې کونه ورکوي د هغه هر وخت سر ټیټ او خبر به مني ! که افغانان په خپلو منځو کې د انسان زامن شي هیڅوک یې بیا په کارونو کې مداخله نشي کولی !! دکوني هر وخت سترګې ټيټې وي !!

  3. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله خان رښتیا ویلي دي . باید زمونږ چڼې ، ټالب او مولا هم سر پردې خبرو خلاص شي چې پنجاب هېڅکله د افغانستان دوست نه وو . بنا د پنجاب پرځای له هند او نورو پنجابي ضد هېوادونو سره لاس یو کړو او دغه دښمن هېواد ته په سیاسي ، اقتصادي او نورو برخو کې ماته ورکړو.

  4. د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر ښآغلی جهانی صیب ویلی چی پاکستان زموږ دوست نشی کیدای او اوس داسی ویلی کیږی چی لدی خبری وروسته او همدارنګه چی پخپل سر یی له هر وزیر یا چارواکی سره کتل تیر ورځ بیرته پآکستان ته تللی او د اروپایی اتحادی مشر یی هم شړلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب