یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کابل په کارته سخي کې د خونړيو عملياتو جزييات خپاره شول

د کابل په کارته سخي کې د خونړيو عملياتو جزييات خپاره شول

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۲ مه) ‏‏‏د طالبانو امنیتي چارواکو د کابل په کارته سخي سیمه کې د خپلو نننیو خونړيو عملياتو جزييات خپاره کړل.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، په عملیاتو کې د داعش ډلې یو پټنځی له منځه وړل شوی.

د‌ طالب سرچینو په حواله، په ترسره شویو عملیاتو کې څو تنه داعشيان وژل شوي او یو غړی یې نیول شوی دی.

سرچينه زياتوي، چې د دغو عملياتو پر مهال د يوې ښځينه پوليسې په ګډون د طالبانو دوه امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۴تنه نور ېې ټپيان دي.

ځايي سرچينو بیا ويلي،چې د دغو عملياتو پر مهال داعش ډلې د طالبانو پر وړاندې جدي مقاومت کړی او د دواړو لوريو ترمنځ درنه نښته شوې ده.

د‌‌ طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، داعشیانو پلان درلود تر څو له ياد مرکز څخه په هغو شیعه هیوادوالو بريد ترسره کړي چې د محرم په ورځو کې د کارته سخي په زيارت کې راټولیږي او شمیر یې زرګونو ته رسيږي.

2 COMMENTS

  1. الله تعالی دی دا دواړه وحشی او د انسانیت قاتلی ډلی په خپل منځی جګړو کی تباه او برباد کړی چی افغانستان او افغانان يی له شره خلاص شی.
    د ظالمانو انجام له نابودی، رسوايی او شرمنده ګۍ نه پرته بل څه نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب