Homeخبرونهاقتصادي خبرونهخوست کې د ۴۱میلیونه افغانيو پروژې بشپړې شوې

خوست کې د ۴۱میلیونه افغانيو پروژې بشپړې شوې

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۲ مه) ‏‏د خوست په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د افغان پراختیایي موسسي په همکارۍ د ۸۵۰ متره استنادي دېوال او د ۲۱ کیلومتره کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې.

د خوست لپاره د طالبانو والي د پروژې په پرانېست غونډه کې وویل چې د ولایتي ادارې هڅه دا ده، چې د خلکو اساسي اړتیاوو ته په کتو له موسسو سره په ګډه پروژې تطبیق کړي.

په همدې حال کې د طالبانو له لوري د اقتصاد رئیس شهزاده پیر وویل، چې یادې پروژې د ۴۱ میلیونو افغانیو په لګښت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځینې خېلو په شمبوات سېمه کې پلي شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره په یاده سېمه کې ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۴۰۰ دکانونه او ۱۵۰ کورونه د سېلاونو له زیان څخه خوندي شول او هم د سېمې ۵۱۶ تنو ته په کې د کار کولو زمېنه برابره شوې وه.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د بيارغونې ځينې ورته پروژې هم عملي کیږي،چې خلک ېې په نشت شمار ګڼي او د زیاتیدو غوښتنه ېې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...