یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد زندانونو پخوانی لوی رييس کابل ته ستون شو

د زندانونو پخوانی لوی رييس کابل ته ستون شو

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۲ مه) ‏‏له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمېسیون وايي، چې د هڅو په پايله کې يې د پرزول شوي نظام د زندانونو عمومي ريیس څارنپال احمد راشد توتاخېل نن له ترکیې څخه کابل ته را ورسېد.

طالبانو د نوموړي د هېواد ته ستنیدو عکسونه نه دي خپاره کړي.

ښاغلی توتاخېل د ولسمشر غني په امر هغه مهال د زندانونو لوی رییس ټاکل شوی و، چې د زندانونو اداره ېې له کورنيو چارو وزارت څخه جلا او مستقل کړې وه.

توتاخېل وروسته په چارو کې د نه شفافيت له کبله له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شوی و.

3 COMMENTS

  1. د زندانو پخوانی ریس توتاخیل دهغو خیانتونو په بدل را ستون شو چی هغه وخت یی نظام سره کړی و او اوس یی امتیاز اخلی. تیر نظام کی سم خلک کم و ، خو د نظام سم سړی ولاکه ژوندی پریږدی،

  2. فقط دَ طنز پتوگه :
    دَ زندانونو عمومي رئیس عمومي زندان ته تشريف راوړ.
    ښه راغلاست! ور ته وایو
    البته
    پدې عمومى زندان کى د 12 بجو څخه تر 12 بجو پورى جنجال او جدال ممنوع دئ ضمنا پدې زندان کى هر زندانى باید خپله گېډه خپله مړه کړى ځکه زندان ته دَ بودیجې تخصیص نه دئ منظور سوئ.

  3. کله چه دوهم نړیوال جنګ ختم شو نو دهیټلری نازیستی رژیم دفوج دمارشال، جنرالانو اونورولوړرتبه، ټیټرتبه نظامسانو، دکابینی یولړغړو پشمول د ۵۰۰ کسانوجنګی اوبشری مچرمیننو پحیث په بشری جرمونو متهم،محاکنه اوسخترین مجازات شول! افغانستان کی نه تنهاپه جنګی جنایاتومتهمو قافیلې دی بلکه دسلګونومیلونو ډالرو غله اوغاصبین هم! دهیټلری جګړو موده ۵ اودافغان جګړو موده ۴لسیزی په بر کی نیسی. چه پدې تناسب دجنګی اوعایداتومجرمینو تعداد کم څه کم لسوزرو شاوخواته اوړي! افغان ولسونه ددوی محاکمه غواړی، دآلله حکم هم حق حقدار ته سپارل او دبنده حق استردادول دحګومت وجیبه اوفرض عین ده، نه اجرا کول یې دآلله دحکم نغض دۍ، چه دروند زوال دآلله قهراوغصې راپارول په بر کی لری!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب