یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد الظواهري جنازه څه شوه؛ ط-ان یې منتقدانو ته ځواب نه وايي

د الظواهري جنازه څه شوه؛ ط-ان یې منتقدانو ته ځواب نه وايي

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۲ مه) ‏د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د روانې اونۍ د پیل د هغه برید په اړه د طالبانو وياندويان او چارواکي لا هم خلکو ته ځواب نه وايي، چې پکې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

په ټولنيزو او نورو رسنیو کې د طالبانو منتقدین په پرله پسې ډول له طالبانو پوښتنه کوي،چې د الظواهري جسد او جنازې سره ېې څه وکړل؟

منتقدینو طالبان ننګولي،چې د ټولې نړۍ د ماتولو، د اشغال ختمولو او په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکمولو له دعوو سره دې د الظواهري د وژل کیدو په اړه ځواب ووايي.

د طالبانو وياندويان په دې اړه څه نه وايي، باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د مختلفو نورو خبرونو له خپرولو سره د وضعیت د عادي ښودلو هڅه کوي او د طالبانو ځینې تبلیغاتي مبلغين په ټولنیزو رسنیو کې خپلو منتقدینو ته د ځواب ورکولو پر ځای هغوی په دې تورنوي،چې ګواکې د امریکا په دغه برید خوشاله دي.

له عامو افغانانو پرته يو شمېر مطرحو سياسي څېرو هم په خپلو مرکو کې طالبان د الظواهري د پناه ورکولو او وژل کیدو په اړه ځواب ویلو ته ور بولي، خو طالبان په دې اړه هیڅ نه وايي.

1 COMMENT

  1. تر اوسه تایید شوی نده چی ظواهری به مړ وی، خو که مړ وی طالبان ورته جواب لری. ددوی جواب دادی چی هغه ملایکو راساً جنت ته یووړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب