یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاریانا افغان هوایي شرکت هندوستان ته الوتنې پیل کړې

اریانا افغان هوایي شرکت هندوستان ته الوتنې پیل کړې

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۲ مه) ‏اریانا افغان هوايي شرکت اعلان وکړ، چې د هندوستان پلازمېنې نوې ډيلۍ ته ېې الوتنې له سره پیل شوې.

یاد شوي شرکت نن پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي:((د آریانا افغان هوایي شرکت د ډېرو مودو وروسته خپلي الوتنې د هندوستان ډهلي ښار ته بیا پیل کړې.))

د يادونې وړ ده ، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې د نظام له نکسوریدو سره، هندوستان ته د افغان هوايي شرکت پروازونه بند شوي وو.

د يادو الوتنو له بندیدو سره ډېری افغانان، په خاص ډول ناروغان او افغان محصلان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي وو.

يو شمېر خلکو د دغو الوتنو د بیرته پیل هرکلی او د اریانا افغان هوايي شرکت د خدمتونو په ښه کیدو ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب