یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: الظواهري ته حقاني شبکې پناه ورکړې وه او نورو مشرانو ېې...

خلیلزاد: الظواهري ته حقاني شبکې پناه ورکړې وه او نورو مشرانو ېې دا کار افشا کړ

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۲ مه) ‏د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد،‌چې طالبانو سره د امریکا د دوحې د سولې مذاکراتو مشر او د سولې د دغه تړون لاسليک کوونکی و، د طالبانو د لوی کندهار له ډلې ( ملا برادر او ملا یعقوب) څخه ضمني ملاتړ کړی او د القاعدې وژل شوي مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکولو پړه ېې د طالبانو د لوی پکتیا د ډلې (حقاني شبکې) پر غاړه اچولې ده.

نوموړي له یوې امريکايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د القاعدې مشر او غړو ته په افغانستان کې پناه ورکول د دوحې د سولې تړون خلاف عمل و.

د ده په وينا، ګومان کېږي چې دا پناه د حقاني شبکې له لوري ورکړل شوې وي، ځکه د طالبانو نورې ډلې القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو خلاف وو.

خلیلزاد شک ښودلی، چې د طالبانو نورو مشرانو به د الظواهري د پټنځای موضوع افشا کړې وي.

د طالبانو تر منځ نورو سرچينو هم د داسې اختلاف احتمال ښودلی او ویلي، چې په ډېر ګومان د دې ډلې نورو مشرانو به د الظواهري پټنځای له امریکایانو سره شریک کړی وي.

له دې سره ویل کېږي، چې د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني او نور نیږدې کسان ېې کابل نه تښتیدلي او نادرکه دي.

طالبان د الظواهري د وژل کیدو او په دې اړه د شته اختلافاتو په اړه رسنیو ته هیڅ نه وايي.

4 COMMENTS

  1. خليلزاد په ټوله مانا کوښښ کړی دی چې له باجوه او له پاکستانه ملاتړ وکړي او د نړيوالو په تېره بيا د امريکا له ګوتڅنډنې يې خلاص کړي.
    سمه ده چې ملا برادر او ملا يعقوب به ورسره مخالف ول، خو د پښتو د ځينو نزاکتونو او هم د پاکستان د فشار له امله چې نړيوالو ته وښايي دوی يوه متحده ډله ده او تر اوسه لا د ملا برادر او نورو ډېرو لوړ پوړو چارواکيو کورنۍ لا هلته په پاکستان کې دي ډډه کړې وي، خو له شک پرته چې د القاعده او د القاعدې ډلې ترمينځ اړيکې هم پاکستان جوړې کړي دي او يو بل ته يې نزدې کړي دي.
    بله دا چې اسامه يې پر ملا محمد عمر ورتپلی وو، خو الظواهري يې بيا پر حقاني ورتپلی وو. هغه هم د دې لپاره چې د تل لپاره دا دواړه ډلې د نړيوالې ګوتڅنډنې له امله ځانته اړمندې او تل د ځان تابع (تپ سيورې) وساتي، نو د نړيوال فشار ساتلو او د خپل ځان د ګټې ساتلو لپاره يې پر افغان حکومت د تل لپاره د فشار د يوې وسيلې په توګه وکاروي، نو دا ډول ورتپنې يې پرې کړي دي.
    درېيم دا چې پاکستان له امريکا سره بيرته د خپل اعتبار پخولو لپاره او هم د نړيوال فشار کمولو او هم له نړيوالو بډايه سرچينو څخه لکه IMF او داسې نورو څخه څنګه پورونه ترلاسه کړي؟ ان تر دې چې تېره اوونۍ باجوه سيده له IMF څخه د پور د پور د ترلاسه کولو لپاره له امريکا څخه مرسته وغوښته. ښايی چې امريکا ورته له IMF څځه د سودي پور د ترلاسه کولو داسې يو شرط اېښی وي او يا خپله د دې لپاره چې باجوه او پاکستان ورته ځان رښتينی وښيي ښايي چې د امريکا د خوشالو او خپل ځان ورته د يو ژمن متحد ښوولو او يا هم د يو شرط په توګه داسې وړانديز کړی وی، نو ښايي چې پاکستان د خپلو سختو اقتصادي ستونزو او د فشار کمولو لپاره د مشرف له تګلارې ګټه پورته کړې وي او دا کار يې کړی وي. په دې کار څو ګټې وکړې :
    يو دا چې ځان يې د امريکا او نړيوالو له تور څخه پاک کړ،
    دويم دا چې بدنام يې بيا هم افغانستان او طالبان کړل،
    درېيم دا چې سملاسي يو ميليارډ ډالر مرسته يې تر لاسه کړه،
    څلورم دا چې په راتلونکې کې به ځان له هغه خړ لېست څخه پاک کړي،
    پينځم دا چې په راتلونکې کې به يې د خپل يو رېفرينس په توګه کاروي او په اسانه به پورونه او نورې نړيوالې مرسته ترلاسه کوي،
    شپږم دا ځان يې د القاعده له دښمنۍ خلاص کړ،
    اووم دا چې ښايي په راتلونکې کې طالبان د القاعده ډلې پر سر سره پخپلو کې د تېر په څېر د مجاهدينو خپل مينخي اختلاف او يو بل جنګولو لپاره وکاروي او د تل لپاره به طالب د ځان اړ او ټپ سيوری وساتي او وخت ناوخت به يې جنګوي او بيا به ورته ملايان د سولې لپاره راليږي چې هغه به هم دوام نه کوي.
    داسې نور ډېر علتونه شته چې امريکا دا کار د پاکستان له مرستې پرته نه دی کړی او يو ډول ښکېلتيا يې هېڅکله ردېدای نه شي.

    • د Sayed په پورتنۍ لیکنه کی پوره وزن شته دی
      ددې سړی په وژلو کی د کندهار دتالب مشرانو رالړل د واقیعت نه لری خبره ده ځکه چی هیڅ یو ریښتینی پښتون به داسی پست کار نه شی کولی که څه هم ددې سړی په شتون ښا يی خوښ هم نه وو.

      خو پدی کی شک نشته چی ای ایس ايی د تالبانو په رنګونو ننوتلی او بی له شکه پدی کار کی لوی لاس لری ځکه چی پاکستان د خپلو ګټو لپاره په خپل ناموس همیشه سودا کړی او کوی يی.
      او بیا افغانستان خو ددوۍ لوی دښمنن دی او هیڅ داسی فرصت به دلاسه هیڅکله ورنکړی چی افغانستان ذلیله او د نړۍ په کچه رسوا کړی.
      د حقانی د شبکی سره د ای ایس ايی ژوری اړیکی پدی پیښه کی د ای ایس ايی د لوی لاس لرلو غمازی کوی.
      خو له بده مرغه تالب د یو پست او ذلیله غلام په نوکرۍ افتخارکوی
      نو هرو مرو به داسی پایلی ولری او لری نه ده چی نوری هم داسی لوبی ورباندی وکړی چی څوک يی تصور هم نه شی کولی او افغانستان هم ذلیله او رسوا کړی.
      څه ښه متل دی وايی چی
      په درنو دروند په سپکو سپک

  2. د Sayed په پورتنۍ لیکنه کی پوره وزن شته دی
    ددې سړی په وژلو کی د کندهار دتالب مشرانو رالړل د واقیعت نه لری خبره ده ځکه چی هیڅ یو ریښتینی پښتون به داسی پست کار نه شی کولی که څه هم ددې سړی په شتون ښا يی خوښ هم نه وو.

    خو پدی کی شک نشته چی ای ایس ايی د تالبانو په رنګونو ننوتلی او بی له شکه پدی کار کی لوی لاس لری ځکه چی پاکستان د خپلو ګټو لپاره په خپل ناموس همیشه سودا کړی او کوی يی.
    او بیا افغانستان خو ددوۍ لوی دښمنن دی او هیڅ داسی فرصت به دلاسه هیڅکله ورنکړی چی افغانستان ذلیله او د نړۍ په کچه رسوا کړی.
    د حقانی د شبکی سره د ای ایس ايی ژوری اړیکی پدی پیښه کی د ای ایس ايی د لوی لاس لرلو غمازی کوی.
    خو له بده مرغه تالب د یو پست او ذلیله غلام په نوکرۍ افتخارکوی
    نو هرو مرو به داسی پایلی ولری او لری نه ده چی نوری هم داسی لوبی ورباندی وکړی چی څوک يی تصور هم نه شی کولی او افغانستان هم ذلیله او رسوا کړی.
    څه ښه متل دی وايی چی
    په درنو دروند په سپکو سپک

  3. زیاتره په دی یقین دی چی د ظواهری ځای پاکستان او آن په خپله تورمکناټن افشا کړی دی او ګټې یی پاکستان ته همدا دی چی سعیدی صاحب شمیرلی له دی برعلاوه پاکستان په دی کار عربستان هم ځانه خوشحاله کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب