Homeخبرونهباميان:د‌ ط-انو يو استخباراتي مقام او پوځي د زنا په تور نیول...

باميان:د‌ ط-انو يو استخباراتي مقام او پوځي د زنا په تور نیول شوي

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۲ مه) ‏بامیان کې ځايي سرچینو ویلي،چې په دغه ولایت کې د لومړۍ حوزې د استخباراتو آمر او یو طالب نظامي د زنا فعل په تور نیول شوي دي.

دغو سرچينو ۸ صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دا دوه کسان د زنا په تور په بامیان کې د استخباراتو د رییس قاري بلال له لوري نیول شوي دي.

د سرچینې په خبره، د استخباراتو د لومړۍ حوزې آمر سیدحسن او د استخباراتو غړی سیدحسین دوه هغه نیول شوي کسان دي، چې بامیان کې د استخباراتو ریاست په بندخونه کې تر څار لاندې دي.

څه باندې يوه میاشت مخکې هم په بامیان کې د پوهنې ریاست د تعلیمي څار یو غړی او د یوه روغتیايي مرکز مدیر د زنا په تور نیول شوي وو.

تر دې مخکې د طالبانو د پاسپورټ د پخواني رييس مولوي علم ګل حقاني ورور د کابل په یوه هوټل کې د شرابو څو بوتلونو او څو بد عمله نجونو سره ونيول شو، چې په ټولنیزو رسنیو کې ېې د نیول کیدو د جریان ویډیو او اعترافونه هم خپاره شول.

د دغه طالب مقام ورور ويلي وو، چې په یاد شوي هوټل کې ېې د نیشو او فحشا تر څنګ د پاسپورټونو د جوړولو کمیشن کاري هم کوله او یو پاسپورټ ېې په ۸ سوه امريکايي ډالرو جوړوه.

طالبانو تر اوسه د نوموړي د برخلیک په اړه خلکو ته وضاحت نه دی ورکړی.

خلک نیوکه کوي،چې طالبان نورو خلکو ته د یوه چرګ د پټولو په تور مخ توروي او په ښار کې ېې ګرځوي، خو خپلو جنګیاليو ته ېې فحشا، فساد او نورې نارواوې روا کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...