جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد غور د‌ دیني دارالعلوم استاد او مشهور عالم عبدالمتين محمدي وژل...

د غور د‌ دیني دارالعلوم استاد او مشهور عالم عبدالمتين محمدي وژل شوی

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۲ مه) ‏د ديني عالمانو د وژل کیدو په لړ کې پرون ماښام په غور کې د امام ابو حنیفه د دیني دارالعلوم استاد او مشهور ديني عالم مولوي عبدالمتين محمدي د ناڅرګندو کسانو په ډزو ووژل شو.

سرچینې وايي، چې نوموړی د غور د مرکز فيروزکوه په قاضي دره سیمه کې د ماښام لمانځه له اداکولو وروسته جومات نه کور ته روان و، چې پر لاره ووژل شو.

د نوموړي د وژل کیدو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

روانه مياشت په کابل کې د افغانستان د اهل حدیثو ديني عالمانو د ټولنې مشر شیخ سردار ولي ثاقب په کابل او يو بل ديني عالم تېره اونۍ د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې ووژل شو.

1 COMMENT

  1. طالباڼ حتی د علماوو او جومات، امنیت نشی ساتلی،مولوی عبدالسلام عابد ته یی وویل ؛امامت پریږده،له
    لږ تاخیر سره موټر ته یی بم حواله شو ،او دا دی د محبوب او متبحرو علماوو سرونه غوڅیږی،متخصصین شړل کیږی،مکتبونه تړل کیږی،تخصص په علوم نافعه کی چې فقهای اسلام د امت لپاره فرض کفایی بللی ،دوی ځای یی په بدوی طالب اشغالوی،الهی اماناټ اهل ته یی نه سپارل کیږی،فسئلوا اهل الذکر دوی ته الهی امر نه ښکاری،خلاصه د ملاصاحب خبره ؛پیش کله ای
    خر یس خواندنی بیش نیست۰
    فحشا او اداری فساد ګراف په چټکۍ سره مخ په صعود روان دی،عدالت او انصاف سقوط کړی ،ښکرور دروغ او ردِ بلا منطق ، سیاست ګرځیدلی، حکومت د میلیونونو اطفالو سوء تغذی ،وژونکی
    لوږی ،فراړ د مغزونو او ځوانانو،سیلابی مهاجرتونو، مومن مجاهدملت ته سپک کتل،خدمات نه عرضه کول او په سلګونو نور تقصیرات او وحشت ۰۰۰۰په وړاندی احساس مسئولیت نلری۰
    نو که د الله رب العالمین نه ،ویریږی او په ورځ د حساب ایمان لری،عاقلانه دی جاهلی تعصباتو ته
    د پای ټکی کیږدی،هغه ځای ته رجعت وکړی چې درسره ښایی ،نور کار اهل ته یی وسپاری،دآ ډول
    نخری نه ملت یی منی،نه امت یی منی او نه الله ج راضی کولی شی،ورنه هندو ستړی ،خدای ناراضه
    دا منحیث مومن ،مسئولانه عرض وو،فرصت او نعمتونه مه ضایع کوی؛دا د علم ، ایمان او تجربی
    خبره ده،لفاظی ،اخلال او پوک ګری نده،وروسته پښیمانی سود نلری ،افلا تعقلون۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب