Homeخبرونهبايډن ته نیږدې کسان:‌ط-انو نه به الظواهري ته د پناه ورکولو حساب...

بايډن ته نیږدې کسان:‌ط-انو نه به الظواهري ته د پناه ورکولو حساب غواړو

تاند( چار شنبه ، د اسد ۱۲ مه) ‏د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جوبایډن نیږدې کسانو پولیټیکو رسنۍ ته د طالبانو د ادارې په اړه د بايډن حکومت په نوي دریځ خبرې کړي دي.

دغو سرچينو ويلي،چې امريکا د‌ القاعدې شبکې مشر ايمن الظواهري ته د طالبانو د ادارې له لوري په کابل کې پناه ورکول غندي او له دې ډلې څخه به حساب وغواړي.

يوه پخواني امریکايي مقام ویلي، چې د الظواهري له وژل کيدو سره به ممکن امريکا د طالبانو د رژيم په غوښتنه د افغانستان بانک د کنګل کړې پانګې یوه برخه، چې تمه کیده د بشري مرستو لپاره له کنګل څخه وباسي، اوس ېې په اړه پریکړه بیرته واخیستل شي.

د طالبانو وياندويانو د الظواهري د وژل کیدو په اړه رسنیو ته هیڅ نه وايي.

دوی مخکې د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د شنبې ورځې برید غندلی او د طالبانو او امریکا د دوحې د سولې تړون خلاف ګڼلی و.

ويل کيږي، چې د امریکا برید کې د الظواهري له وژل کيدو وروسته د طالبانو د لوی کندهار ( ملا برادر او ملا یعقوب ډلې) او لوېې پکتيا د طالبانو (حقاني شبکې) تر منځ اختلافات اوج ته رسیدلي.

مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن ويلي وو، چې الظواهري ته له پناه ورکولو سره، طالبانو د دوحې د سولې تړون نقض او له افغانانو او امريکايانو سره خیانت کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...