یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجمهوري غوښتونکی خوځښت: پاکستان د واخان کوریډور په شان غوښتنو لپاره افغانستان...

جمهوري غوښتونکی خوځښت: پاکستان د واخان کوریډور په شان غوښتنو لپاره افغانستان کې لاسپوڅی حکومت غواړي

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۶ مه) ‏د افغانستان جمهوري غوښتونکي سياسي خوځښت په واخان کې د پاکستان د کوریډور جوړولو د هڅو په تړاو غبرګون ښودلی.

د دغه خوځښت په يوه اعلاميه کې راغلي:«په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ستراتيژیکې څنډې او د پامیر پر لمن پروت ملي پارک ته څېرمه له واخان څخه د افغانستان د زمکنۍ بشپړتیا د تاریخي دوښمن پاکستان له خوا منځنۍ اسیا ته د یوه کوریډور د جوړولو د استخباراتي هڅو په اړه د هېوادوالو، ملي شخصتیونو او بنسټونو جدي اندېښنو یو پراخ بحث راپارولی دی.»

 د ياد شوي خوځښت په باور، د واخان کوریډور په اړه د پاکستان او د منځنۍ اسیا ځینو واکمنو تلوسه او علاقمندي نوې نه ده، بلکې ډېر ځله یې په دې اړه له هر ممکن امکان څخه په استفاده دغه مسئله راپورته کړې ، چې د افغانستان د بېلابېلو حکومتونو له خوا یې جدي مخالفت شوی دی.

جمهوري غوښتونکي سياسي خوځښت زياته کړې:«واخان تړانګه افغانستان له چین سره ګاونډی کوي او له جنوبي اسیا سره د منځنۍ اسیا د وصل په لړۍ کې د افغانستان د قوت او امتیاز یو لوی ګودر دی، ځکه خو حریص ګاونډي تل په افغانستان کې د یوه کمزوري، تر لاس لاندې او تابع واکمنۍ په رامنځته کولو سره د نورو شومو غوښتنو تر څنګ مخامخ منځنۍ اسیا ته د لاس موندنې لنډه، اسانه او وړیا لار غواړي.»

جمهوري غوښتونکی خوځښت په دې اړه خپله جدي اندېښنه له هېوادوالو سره شریکه کړې او په کلکه د هر راز داسې یوه اقدام مخالفت يې کړی، چې د افغانستان زمکنۍ بشپړتیا او لویې ګټې زیانمنوي.

دغه خوځښت زياتوي:«زموږ په نظر یوازې ملي، ولسواک او د خلکو په مخامخ اراده رامنځ ته شوي حاکمیتونه چې بشپړ کورنی او نړیوال مشروعیت ولري، د افغانستان د یوه ټولمنلي اساسي قانون پربنسټ، ملي ګټو ته په پام، مسلکي، علمي او تخصصي اصولو ته په جدي پاملرنه او د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ترانزیت و ترانسپورت د نړیوالو نورمونو له مخې نړیوال دهلیزونه جوړولای شي.»

جمهوري غوښتونکي سياسي خوځښت ټینګار کړی، چې په دې برخه کې به په خپلو ټولو سیاسي عملي هڅو کې دا اصول په پام کې ولري او خپل غږ به وچت وساتي.

ياد شوی سياسي خوځښت وړاندې وايي:«د افغانستان هر ستراتيژیک اقتصادي بالقوه او بالفعل امتیاز، کانونه، روانې اوبه، بشري ځواک او مهم موقعیت باید په ډېر پام سره یوازې او یوازې د افغانانو د هوساینې، ملي پیاوړتیا او په یوه سیمه ییز اقتصادي ځواک د هېواد د بدلولو لپاره وکارول شي.

جمهوري غوښتونکی خوځښت چې له ټولو افغاني مترقي او روښانفکره ملي جریانونو، شخصیتونو، بنسټونو او احزابو سره پر خبرو اترو بوخت دی، په دې لار کې د ټولو افغانانو د سره یوموټي کولو په پار هڅو کې ستړیا نه پېژني.»

 د واخان له لارې منځني اسيا ته د پاکستان د لار موندنې له هڅو تېره اونۍ پرده پورته شوه، چې په پراخه کچه د افغانانو توند غبرګونونه ېې وپارول.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور په یوه مرکه کې ټينګار وکړ، چې د افغانستان يوه انچ خاوره به هم دوی چا ته ورنه کړي.

له دې سره په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له لوري یوه خپره شوې ویډیو څرګندوي، چې د طالبانو جنګياليو په بدخشان ولايت کې د ياد شوي کوریډور لپاره د پاکستان له لوري لګول شوې نښې او جوړ شوی څلی له منځه وړی دی.

ويل شوي، چې د طالبانو جنګياليو دا کار د دوی د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په امر کړی.

د واخان د‌ دغې موضوع په اړه د طالبانو ضد و نقيضو څرګندونو پاکستان سره په دې اړه د پټو معاملو په اړه د خلکو پوښتنې او شکونه زيات کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب