تاند( پنجشنبه ، د اسد ۶ مه) د ننگرهار سپین غر ولسوالۍ مامند داوني کلي کې بېګاه د واده پر مراسمو د کور چت غورځېدلی.
د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې د دې پېښې له امله یې دیوې کورنۍ ۴ غړي مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د ځایي چارواکو په خبره ،یاده پیښه د باران له امله رامنځ ته شوې ده.
ويل شوي، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په وروستيو کې د ورته طبيعي پېښو له کبله په ډېرو ولايتونو کې ورته پېښې شوي، چې لسګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.