یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپکتيا کې ۶ کلنه نجلۍ سنګسار شوې

پکتيا کې ۶ کلنه نجلۍ سنګسار شوې

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۶ مه) ‏د پکتیا په روحاني بابا ولسوالۍ کې یوه شپږ کلنه نجلۍ له تښتول کیدو وروسته سنګسار شوې ده.

د دغې نجلۍ پلار محمد جنت وايي، چې لور یې د لوی اختر پر دویمه ورځ تښتول شوې وه او پرون یې مړی په یوه کنډواله کې موندلی دی.

تر اوسه د دې ماشومې د قتل انګېزه روښانه نه ده. د ماشومې پلار ویلي، چې له هېچا سره دښمني نه لري.

پکتیا کې د طالبانو ځایي مسوولانو د دې نجلۍ وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي، چې د دغه قتل په تړاو یې درې تنه نیولي دي.

 په وروستیو کې له پکتیا څخه د جنایي جرمونو، مرموزو وژنو او وسله والو فعالیتونو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو چارواکي د بشپړ امنيت خبرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب