Homeخبرونهمیدان وردګ کې د کولرا شکمنې نښې لیدل شوي

میدان وردګ کې د کولرا شکمنې نښې لیدل شوي

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۶ مه) ‏د میدان وردګو د عامې روغتیا مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې په کولرا ته ورته ۵۰ شکمن ناروغان بستر شوي.

د دوی په وينا، کومه ناروغي چې اوس مهال د خپرېدو په حال کې ده «کولرا» ته ورته نښې لري.

مسوولین وایي، دغه ناروغي نس ناستي ته ورته ده، خو له دغې وبا تراوسه په ‏میدان وردګ کې څوک تر اوسه له دې کبله نه دی مړ شوی او د کنترول په حال کې ده.

کولرا ته ورته يوې ناروغۍ د افغانستان د سويل په مختلفو ولايتونو او يو شمېر نورو سيمو کې لسګونه تنه مړه کړي او سلګونه نور پرې اخته شوي.

خلک د دې ناروغۍ په درملنه او پر وخت تشخيص کې روغتيايي ادارې پاتې بولي او نړيوالو سازمانونو نه د مرستې او عاجل لاسنیوي غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...