یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمتقي او امريکايي پلاوي د کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون په...

متقي او امريکايي پلاوي د کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون په اړه خبرې وکړې

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۶ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د‌ دوی پلاوي تاشکند کې له امریکايي لوري سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ، اقتصادي ثبات، بشري مرستو او یو شمیر نورو اقتصادي موضوعاتو په تړاو ناسته کړې ده .

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي ، چې په دې ناسته کې د طالبانو د مالیې وزیر هدایت الله بدري، د مالیې وزارت مرستيال د افغانستان بانک مرستيال او تخنیکي استازي هم شامل وو.

سرچينه زياتوي،‌ چې پلاوي د امریکا د خزانې وزارت له معین او تخنیکي ټیم سره ژور تخنیکي بحثونه ترسره کړل.

د طالبانو اعلاميه کې راغلي:« پلاوي په ټینګار سره د افغانستان بانګ له کنګل شوي ریزرف څخه د معقولو دلایلو پر بنسټ دفاع او د خلاصون غوښتنه وکړه.»

امریکايي لوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

رویټرز خبري اژانس پرون وویل،چې يوه درېيم بې طرفه لوري ته د دغو پيسو په سپارلو خبرې روانې دي، خو اصلي جنجال په دې دی چې امريکا په افغانستان بانک کې د طالبانو د سياسي ګومارنو پای ته رسیدل او له رهبرۍ څخه يې د طالب رد شوې غوښتنه مطرح کړې ده.

د‌ یادو پيسو په اړه اوړمه د افغانستان په اړه د تاشکند غونډې پر مهال هم بحثونه وشول.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د يادو پيسو د ور خلاصولو غوښتنه وکړه او د روسیې استازي ضمیر کابلوف د پيسو د کنګل کولو له امله امريکا له افغانستان څخه په غلا تورنه کړه.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام ويسټ بيا په دې غونډه کې وويل، چې د دغې کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون په اړه مذاکراتو ته چمتو دي.

په ورته وخت کې يو شمېر شنونکي د دغو پيسو د کنګل نه ويستو مخالف دي او باور لري، چې کیدای شي دا پيسې د بشري مرستو په نوم توزیع او پاکستان يې د کلدارو په بيه تر لاسه او د خپل شړیدلي اقتصاد د رغولو لپاره وکاروي.

دوی پر طالبانو د پاکستان بېساري اغېز ته په اشارې، انديښمن دي چې پاکستان به په دې برخه کې هم د افغانستان له وضعيت څخه په خپله ګټه ناوړه استفاده وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب