یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیاپه ګرمۍ کې د پلاستیکي بوتلونو تودې شوې اوبه مه څښئ

په ګرمۍ کې د پلاستیکي بوتلونو تودې شوې اوبه مه څښئ

محمد مبین هڅاند-

 که تاسې په موټرو کې له ځان سره په بوتلونو کې اوبه لرئ، دا اوبه مه څښئ ځکه چې صحت ته زیان لري.

په دغو بوتلونو کې اوبه د ګرمۍ له کبله ګرمېږي او انسان ته خطرناک زیانونه اړولی شي.

په دغه حالت کې د اوبو د حرارت درجه تر ۷۰ سانتي ګراده لوړېږي او د دغه پلاستیک بوتل مواد، چې کیمیايي مواد لري، د ګرمۍ له وجې په اوبو کې حل کېږي، کله چې بیا انسان دغه اوبه وڅښي نو انسان ته د زهرو په شان تاوان اړولای شي.

که چېرې د موټر څخه بهر د حرارت درجه د ۴۰ څخه تر ۴۵ پورې وي نو د موټر په داخل کې به د حرارت درجه د ۶۰ څخه تر ۷۵ پورې وي.

د بوتلونو د جوړولو له پاره یو قسم مواد چې (Polyethylene terephthalate) نومېږي استعمالوي او دغه مواد د ګرمۍ له وجې د(بي، پي او ای) په اوبو کې اخراجوي او دغه مواد په بوتلونو کې ځکه استعمالوي چې بوتلونه خراب نه شي، کله چې دغه مواد په اوبو کې حل او بیا وڅښل شي د انسان صحت ته زیان اړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب