کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هیري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
کمپیوټري زده کړه
کمپیوټرونه چې د کاروبار، صنعت، تجارت او علمي ډګرونو یوه اساسي برخه وګرځېدل، نو ښوونکو او والدینو په دې ټکي غور پیل کړ، چې زلمیان باید اوس د کمپیوټرونو اساسي پوهه ترلاسه کړي او پر اړوندو مهارتونو یې برلاسي شي. په دې برخه کې د «کمپیوټري زده کړې» اصطلاح د دې ښکارندوی وه چې کمپیوټري مهارتونه اوسمهال هماغومره مهم دي، څومره چې د لیک و لوست او حساب دودیز مهارتونه دي. البته د کمپیوټري زده کړې د نصاب د تاکیدي اړخ په باره کې له پخوا نه اختلاف موجود وو. ځینې استاذان مثلاً د لوګو ژبې پنځګر او کمپیوټرپوه سیمور پیپرټ، په دې باور دی چې زده کوونکي باید د کمپیوټر پر بنسټي مفاهیمو پوه شي (او پوهېدلی شي) او باید دا وړتیا ولري چې د کمپیوټر ډول، ډول پروګرامونه ولیکي او ارزښت يې وپېژني. زده کوونکي چې په دې پوه شي چې کمپیوټرونه څه کولی شي (او څه نه شي)، نو د دې جوګه به شي چې په دې تړاو تنقیدي فکر وکړي چې له یوه ماشین څخه په څه ډول مناسبه استفاده وکړي او دا کومه ګټه نه ورته کوي، چې یوازې په ابتدايي مهارتونو کې تکړه شي. بله دا چې که زده کوونکي عمومي اصول په ښه توګه زده کړي، نو د دې وړتیا به ورکې پیدا شي چې په اسانه تخصصي مهارتونه هم زده کړي.
بل لوري ته، د دې مخالف لیدلوری بیا په هغو عملي مهارتونو ټینګار کوي چې ډېری کسان (چې نه غواړي پروګرام لیکونکي شي) په ورځني ژوند او کار کې ورته اړتیا لري. دا ډول نصاب په دې تمرکز کوي چې څنګه یو زده کوونکی د کمپیوټر مختلفې برخې او د هغو دندې وپېژني، په څه ډول مشهور پوستغالي مثلاً متن لیکونکي (word processor) او حسابي (spreadsheet) پوستغالي او ډیټابیسونه استعمال کړي، په څه ډول له انټرنټ سره ځان وصل کړي او له خدماتو نه يې ګټه پورته کړي او داسې نور. کمپیوټري زده کړه په ځان کې دا هم را نغاړلی شي چې یو زده کوونکی باید پر هغو اغېزو هم ځان پوه کړي چې کمپیوټر يې زموږ په ورځني ژوند لري او هغه ټولنیز مسایل هم درک کړي چې د کمپیوټر له کارونې نه زېږي، لکه امنیت، حریم، او نابرابري.
اوسمهال کمپیوټري زده کړه د هر ابتدائیه او لیسې دورې د ښوونځیو د نصاب یوه مهمه برخه ده او د منځني پوړ او ډېر عاید لرونکي، زیاتره زده کوونکي نن ورځ په خپلو کورونو کې کمپیوټرونو ته لاسرسی لري او په دې ډول له ښوونځي دباندې هم د پام وړ کمپیوټري زده کړې ترلاسه کوي. په دې سربېره، د زلمیانو ښوونیز او مسلکي ښوونځي هم په کار او مسلک کې د پرمختګ لپاره کمپیوټري مهارتونو ته د اساسي فکتور په سترګه ګوري. دغه راز، خلک دا فرصت هم لري چې د کتابونو او ویډیوګانو په مرسته له ځان سره هم زده کړه وکړي.
د کمپیوټري زده کړې روش ممکن د یوې ټولنې د سرچینو او شالید له مخې تر یو بله فرق سره ولري. مثلاً په پرمختللو هېوادونو کې د ځوانانو لپاره جوړ شوي ښوونیز پروګرامونه له دې ټکي استفاده کولی شي چې د دې هېوادونو زلمیان ترمخه لا د کمپيوټرونو او اړوند وسایلو مثلاً ګېمي کنسولونو او د موسیقۍ یا ویډیوګانو د آلاتو په استعمال کې د پام وړ تجربه لري. خو د دې برعکس، هغه ښوونیز پروګرامونه چې د یوې بې وزلې ټولنې او یا لږکیو لپاره رغېدلي وي باید دا احتمال په پام کې ونیسي چې ممکن د دې ټولنې وګړو له کمپیوټرونو سره ډېره کمه راشه درشه کړې وي. همدا رنګه، د بېوزلو او پرمختیايي هېوادونو پروګرامونه ممکن لومړی د بنیادي زېربناوو په چمتو کولو فوکس وکړي، لکه د «یو لېپټاپ هر زده کوونکي ته» غورځنګ.
اضافي لوستونه
1- Gookin, Dan. PCs for Dummies. 10th ed. New York: Wiley, 2005.
2- Jan’s Illustrated Computer Literacy 101. Available online. URL: http://www.jegsworks.com/Lessons/index.html. Accessed June 24, 2007.
3- Parsons, June, and Dan Oja. Practical Computer Literacy and Skills. Boston: Thomson Course Technology, 2004.
4- White, Ron. How Computers Work. 8th ed. Indianapolis: Que, 2005.