شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله: زموږ د کارکوونکو تورنول او بې قدري جواز نه...

ملا هبت الله: زموږ د کارکوونکو تورنول او بې قدري جواز نه لري، سرغړونکي مجازات کړئ

تاند( پنجشنبه ، د سرطان ۳۰ ) د طالبانو ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده ته په يوه منسوب فرمان کې راغلي: د اسلامي لارښوونو مطابق پر مسئولینو باندې بې ځایه تورونه ویل او له واقعیت څخه لرې نقد کول شرعا جواز نه لري.

نوموړي زياته کړې، چې ارجاف او شائعات خپرول په اسلام کې ځای نه لري او د مسلمانانو تر منځ هم د کرکې او نفرت سبب کیږي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي.

د طالبانو د ادعا شوي مشر په فرمان کې دا هم راغلي، چې پورته اسلامي لارښوونې د ټولو هیوادوالو، طالبانو او خبري رسنیو له پاره شرعي مسئولیت جوړیږي، چې عمل ورباندې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر طالبانو د رسنيو د قيوداتو له کبله نيوکې زياتې شوي.

طالبانو بيا په دې اړه تورونه رد کړي او د بیان ازادۍ په خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.

5 COMMENTS

  1. آیا اجازه لرو ووایو نور ددې ږیرور انګریز ( سیوره ایز مشر! ) د عکس د لیدلو غوښتونکی نه یو.

  2. There are disagreements amongst the different sectors of the Taliban groups, the haqqanis’ group taliban are against the girls schools closures and the strict rules of the Nahi Anil Munkar department.

  3. ددې ځناور له مخ مې بد راځي ! ستر ګې یې لکه د خرمنډک رډې رډې را وتلې دي ! داحمق زویه په ښځو د زور رسیږي نعلتي ! امیرالحمارین

  4. په جبر او زور له خلکو عزت او احترام ځانته اخستل تر ټولو ستره بی عزتي او رسوايی ده.
    ښه شوه چی د تالبیزم دوحشت او تور جهالت اصلی څیره دزور واکۍ نه وروسته خلکو ته په ډاګه شوه.
    هغه متل دی وايی چی:
    کور وسو خو دیوالونه يی پاخه شول
    که خدای کول ددې وحشت او تور جهالت تغر به له افغانستانه راټول شی چی بیا به يی خلک نوم او نښان په تیګو ولی.

  5. دا خلک څوک جدي نه نيسي داسي بريښي لکه ګرده ورځ چي په چرسو ګنګسوي نورمال انسان خو داسي بولی نه وهي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب