Homeخبرونهامریکا ښايي د افغانستان نیمايي شتمني بېرته ورکړي

امریکا ښايي د افغانستان نیمايي شتمني بېرته ورکړي

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۳۰مه) د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي، په دې مشورې روانې دي چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نیمايي دې هیواد ته بېرته ورکړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ټیډ پرایس په یوه خبري غونډه کې وویل، له طالبانو سره په دې خبرې کېږي چې د افغانستان یوازې نیمايی شتمني بېرته ورکړل شي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان بانک نهه نیم میلیارد ډالره شتمني، چې د امریکا په بانکونو کې وه، د دغه هیواد د حکومت له لوري کنګل شوه.

پرایس زیاته کړه، د امریکا د حکومت له لوري په دې خبرې روانې دي چې د افغانستان نیمايي کنګل شوې شتمني په څه ډول داسې ازاده شي چې طالبان نه بلکې افغانانو ورڅخه ګټه واخلي.

د امریکا ولسمشر او سپینې ماڼۍ تېر ژمی ویلي و چې د افغانستان د شتمنیو ۳ میلیارده د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه ورکوي او ۳ میلیارده نور افغانانو ته د بشري مرستو په توګه ورکوي. خو د امریکا دا اعلان د ګڼو افغانانو او نورو له انتقاد سره مخامخ شو.

سپینې ماڼۍ په عین حال کې ویلي و تر څو چې محکمې پرېکړه نه وي کړې تر هغو د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو غړیو ته افغانستان پیسې نه ورکوي.

د طالبانو حکومت او د افغانستان بانک تراوسه پورې د امریکا د باندنیو چارو وزارت د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...