دوشنبه, مې 13, 2024
Home+پاکستان د ملی دښمن په حیث| عبدالباري جهاني

پاکستان د ملی دښمن په حیث| عبدالباري جهاني

 دا د افغانستان د ټولو، په داخل او بهر کي اوسېدونکو، افغانانو ملي وجیبه ده چي پاکستان د خپل تر ټولو لوی دښمن په حیث وپېژني او د هغه پر ضد که ملي جهاد نه اعلانوي نو دښمني خو یې ورباندي واجبه ده. دا چي پاکستان، په خپل پنځه اویا کلن تاریخ کي، او په همدغه موده کي غربي نړۍ، د پاکستان په خاطر، له افغانستان سره څه دښمنۍ کړي او زموږ هیواد ته یې څه حیاتي تاوانونه رسولي دي هغه یو کتاب خبري دي او په یوه لنډ مضمون کي نه ځاییږي. زه د دغه مضون لوستونکو ته بلنه ورکوم چي زما« تاریخي ترجمې» کتاب ولولي او دا موضوع ځانونو ته روښانه کړي. خو ددغه غلیم هیواد پارلمان ته د یوه صدراعظم نواز شریف دا وینا باید د هیڅ افغان هېره نه سي چي« تر ټولو لوی خدمت چي ما پاکستان ته وکړ هغه به د پاکستان خلک هیڅ وخت هېر نه کړي او هغه دا چي د افغانستان پوځ مي داسي ټوټه پارچه کړ چي تر ابده به زموږ د هیواد خواته ونه ګوري»

د مجاهدینو امیرانو او قوماندانانو د افغانستان د پوځ تر ټوټه پارچه کېدلو وروسته د دې نېستمن هیواد پوځي الات و اسباب، ټانکونه، زغره وال موټرونه او د فابریکو ماشینونه او حتی جنګي الوتکي پر پاکستان باندي د عادي اوسپني په بیه وپلورل. دا پخپله ډېر مفصل مطلب او یو کتاب خبري دي؛ چي په یوه لنډ مضمون کي نه ځاییږي. خو د افغانستان تاریخ به پر دې وطن پلورونکو باندي تر قیامته لعنت وايي.

د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو! که پاکستان ته د یوه تاریخي او اوسني دښمن په حیث کتلای نه سی نو لطفاً له هغه سره دومره دوستي او مرسته مه کوی چي د خپل نېسمتن هیواد شته مني په ارزانه او حتی حیرانوونکې ټیټه بیه ورباندي وپلوری. پاکستان د افغانستان څلور پنځه چنده ځنګلونه لري خو د افغانستان ناپوه او پر شخصي ګټو مین کسان، د سلو کالو راهیسي، هر کال د کونړ، نورستان او پکتیا د ځنګلونو وني د پاکستان لپاره وهي او هیڅ حکومت یې نه مخه نیولې او نه یې کوم اقدام کړی دی.

پاکستان د افغانستان څه باندي لس چنده د ډبرو د سکرو ذخیرې لري خو تاسي پر هغوی باندي د ډبرو سکاره، په داسي حال کي، په منتهی ارزانه بیه پلوری چي د وطن خلک په تېره بیا زاړه او ماشومان مو هر کال د کابل او نورو سیمو په ساړه ژمي کي له یخنیه تلف کیږي او خلک د ځانونو د تودولو او له مرګ څخه د ځانونو د ژغورلو لپاره زاړه بوټونه، ربړ او هر څه چي یې لاسته ورځي په اور کي سوځوي او د ښارونو هوا زهرجنه کوي.

د ملګرو ملتونو د احصاییو په اساس، د افغانستان تقریباً شل میلیونه انسانان له لوږي سره مخامخ دي او تاسي د تېر لوی اختر په مناسبت، یوازي د کندهار د سپین بولدک له لاري، هغه هیواد ته پنځوس زره پسونه ورکړل. او په مقابل کي دې ظالم دښمن هیواد په داسي حال کي د بولدک دروازه بنده کړې ده  چي د کندهار د نېستمنو خلکو پاخه انګور په بارونو کي وراسته سول. تاسي په دې څه کم یوه کال کي د سپین بولدک دروازې ته ورغلي یاست؟ تاسي د تورخم دروازه کتلې ده؟ او د خپلو په لس هاوو زرو بېوزلو خلکو چي هره ورځ لکه ګدایان په سرحدونو کي ولاړ وي د ستونزي د حلولو لپاره کوم ګام اخیستی دی؟

زه نه وایم چي تاسي له پاکستان سره دښمني وکړی؛ ځکه له هغه هیواد سره دښمني ، چي یو میلیون منظم پوځ او اټومي طاقت لري، د افغانستان د هیڅ حکومت په وس پوره نه ده؛ خو دومره دوستي او خواخوږي هم مه ورسره کوی چي د افغانستان لرګي، د ډبرو سکاره، خوراکي مواد، چي زموږ د هیواد نېسمتن وګړي تر بل هر چا زیاته اړتیا ورته لري، دې تاریخي او اوسني غلیم ته ولېږی. که غواړی چي په تاریخ کي مو نوم ، د ډبرو په سکرو نه بلکه، په طلا ولیکل سي نو په دغه برخه کي خپلي ملي وجیبې ته متوجه سی.

8 COMMENTS

  1. د دې مطلب لوستل په هر افغان ، مسلمان چې عاقل او بالغ او باسواده وي او له خپل وطن سره یوه زره مینه ولري ، لازمي ، واجب او فرض دي . هیله ده دا مطلب تر ټولو ملګرو ورسول شي .

  2. بلی هغه فرسوده شاهی رژیم د روسی شوروی په مرسته باید په یوه متحرک جمهوریت باندی بدل شوی وای او د ا ویاونه د لیونی حریص او عقده ناک محمد داؤد خان هم په نصیب شوه او کمونیستان د محمد داؤدخان سپینی کودتا نام باندی خپل پلیت هدف ته ورسیدل او د روسی شوروی له خوا د جمهوریت تحفی افغان ملت ته د تباهی تهداب کیښودل شو او د افغانستان خاوری او تمامیت او استقلال ددی خائینی کودتا په وسیله په سوالیی کښی واچول شو او لږ څه وروسته روسی شوروی مستقیمآ افغانستان ته هم داخل شو او افغان غیرتی ملت سمدستی په یو اتفاق سره د روسی شوروی یرغل پر ضد راپورته شول او ډیر ژر ئی دا وحشی قدرت په ستره قربانی سره له خپلی خاوری وشړلو اما خائینی امریکا چی همیش د دیموکراسی بایولانی هم وائی سره د انګلیس ، پاکستان او ایران خپل تربیه شوی تنظیمی غلامان په کابل خوشی کړل او د کابل اوسیدونکی ئی شهیدان کړل او چور او چپاول رامینځ ته شول !!!
    ددی وحشت باید مخنیوۍ شوۍ وای نو په ۱۹۹۵ کال کښی د سلاح جمع کولو لپاره افغانی ګروپ جوړ شو او ددی ګروپ حمایی ته ځینو غربی ممالکو هم ملاتړ ښکاره کړ او شپږ میاشتی د سلاح جمع کولو پروګرام ډیر ښه په مخ ولاړ اما لږ څه وروسته د امریکا ( خلیلزاد تر رهبری ) ، انګلیس او پنجابی پاکستان په کومک د سلاح جمع کولو ګروپ له مینځه یووړشو او د کوچنیوالی څخه اساسی قدیانی تربیه شوی ئی د طالبانو شعار لاندی په بی بی سی او او وایس اف امریکا تبلیغاتی چینلونو کښی تبلیغ کړل !!!!
    بلی هغه فرسوده شاهی رژیم د روسی شوروی په مرسته باید په یوه متحرک جمهوریت باندی بدل شوی وای او د ا ویاونه د لیونی حریص او عقده ناک محمد داؤد خان هم په نصیب شوه او کمونیستان د محمد داؤدخان سپینی کودتا نام باندی خپل پلیت هدف ته ورسیدل او د روسی شوروی له خوا د جمهوریت تحفی افغان ملت ته د تباهی تهداب کیښودل شو او د افغانستان خاوری او تمامیت او استقلال ددی خائینی کودتا په وسیله په سوالیی کښی واچول شو او لږ څه وروسته روسی شوروی مستقیمآ افغانستان ته هم داخل شو او افغان غیرتی ملت سمدستی په یو اتفاق سره د روسی شوروی یرغل پر ضد راپورته شو او ډیر ژر ئی دا وحشی قدرت په ستره قربانی سره له خپلی خاوری وشړلو اما خائینی امریکا چی همیش د دیموکراسی بایولانی هم وائی سره د انګلیس ، پاکستان او ایران خپل تربیه شوی تنظیمی غلامان په کابل خوشی کړل او د کابل اوسیدونکی ئی شهیدان کړل او چور او چپاول رامینځ ته شول !!!
    ددی وحشت باید مخنیوۍ شوۍ وای نو په ۱۹۹۵ کال کښی د سلاح جمع کولو لپاره افغانی ګروپ جوړ شو او ددی ګروپ حمایی ته ځینو غربی ممالکو هم ملاتړ ښکاره کړ او شپږ میاشتی د سلاح جمع کولو پروګرام ډیر ښه په مخ ولاړ اما لږ څه وروسته د امریکا ( خلیلزاد تر رهبری ) ، انګلیس او پنجابی پاکستان په کومک د سلاح جمع کولو ګروپ له مینځه یووړشو او د کوچنیوالی څخه اساسی قدیانی تربیه شوی ئی د طالبانو شعار لاندی په بی بی سی او او وایس اف امریکا تبلیغاتی چینلونو کښی تبلیغ کړل !!!!

    محمد ظاهرشاه د ډیرو زیاتو نواقصو ( چی ددی اعتراف ئی هم وکړ ) سره سره بیا هم افغان ملت ارزو درلوده چی نوموړۍ افغانستان ته ورشی او پر نوموړی باندی دافغان ملت اعتماد له کبله حتی قدیانی طالبانو د اعتبار لپاره ځانونه ملت ته د ظاهرشاه عسکر تبلیغ کول او همدارنګه تنظیمونو او ساختګی دیموکراتانو دوره کښی د محمد ظاهرشاه څخه جدی هیله وشوه چی کابل ته ولاړ شی او ددی تشویق لپاره شل ملیونه ډالره هم امریکا له خوا ورته پیشنهاد کړۍ شول !!!

    ولو چی په روم کښی په جدیت سره ورته وویل شول چی د موجوده شرائیطو لاندی باید افغانستان ته ولاړ نشی اما د جنرال عبدالولی او دده میرمنی بلقیس ( په مجلس کښی بلقیس پر ما حمله وکړه او اظهار ئی وکړ چی غروال مونږ ته بل عبدالرحیم زۍ راپیدا شو نو نو ورغبرګه کړ چی داسی اظهار دی ولی پخوا نه کولو ؟ ) په زیات تشویق سره ئی دا بی عزتی پری قبوله کړه !!!!!

    • سلام
      جهانی له څلورو لسیزو خبره تېره شو ه ته اوس پوه شوې هغه دچا خبره وایی یو پټی رشقه یی خلاصه کړله ته یی لا خوسکی بولېٌ وایی د ریاضی معلم له شاګرد څخه پوښتنه وکړه که چېرې ستا پلار کوم حاجتمند ته سل روبی په دوه فیصده سود باندې پور ورکړی نو دکال به پای کې به څومره پیسې تر لاسه کړی؟
      هلک وویل یو سلوڅلوېښت استاد په غصه شو وې ویل ته هېڅ په حساب نه پوهېږې شاګرد وویل زه په حساب باندې پوهیږم مګر تاسې زما پلار نه پېژنی!
      لومړی :موږ چې خبله ملامت یو پاکستان او نور څنګه ملامت کولی شو؟
      دوهم: دومره سیالی او احساساتی پردی پاله انتریم اداره باندې څوک بن کې لګیا ول؟
      دریم : چا دغه زمینه برابره کړله چې پردی دلته دترورېزم په نوم له مهماتو سره راغلل،؟
      څلورم: په دې وخت کې یولس حکومتونه ړنګ شول کوم یوه یې دولس به وړاندې ملامتی او ناکامی منلې ده؟
      پنځم: ته هم وزیر شوې کوم منشوراو تدبیر باندې تاته هغه وخت مستحب وه چې اوس د نامعلومو واجبو خبره کوې
      شپږم؛ ایا دا اوه تنظیمه ګونګ ،کاڼه او ړاندده ول؟
      اوم: ستا مقاله د کوم سیاست ترجمانی کوی چې کرزی پاکستان ته شل رسمی سفرونه وکړل
      اتم: ته ماته یو هېواد راوښیه چې هغه خبلو ګتو پسې په سیاسی ،اقتصادی او امنیتی برخو پسې ونه ګرځی
      نهم: تراوسه تا داسې یوه کابینه لیدلی چې بې له شخصی اړیکو تاکل شوی وی؟
      لسم:مافیایی حالت چا راووست
      یولسم :کوم حکومت ملی منافعو ته لومړیتوب ورکړی

  3. جهاني صیب الله تعالی دی په دواړه جهانه سرلوړې لره او په لاسونو دی برکتونه شه.
    تاسو دیو رښتی په هیواد مین افغان په حیث همیشه خپل مسولیت په ډیرښه شان په ځای کړې دی او افغانان هم باید دخپل هیواد لپاره چی د مورحیثیت لری خپل مسولیت په ځای کړي. ستاسو په هره لیکنه کې مونږدردونه رانغښتی دی.خ
    خوله بده مرغه ځمونږ زیاتره افغانان په فرسوده او خرافاتی فلسفو عاشقان دی اود لیونتوب تر مرحلی پکې رسیدلی دی او ویریږم چی ستاسوپه طلايي مطلب به د ځان پوهولو په ځای یو وار بیا خپلی فرسوده او خرافاتی فلسفی لکه دپاډوګرو د منترو ګردان کړی اولکه دهروخت په شان به ځمونږ د غمیزو دنه خلاصیدو نکو داستانونو سروکی شي.

    د محترم بریال د پورتنۍ لیکنی سره بلکل موافق یم

  4. یواځینی ریښتنی، وجدانی، د حُب وطن، اسلامی اوله غیرت او واقعیت ډکه لیکنه همدا ده. خو له بده مرغه پښتانه داسی د پاکستان له نوم سره دتبلیغ نتیجه کی تړل شوی چی بی اودسه ی نوم نشی اخیتستلای، دا آفت د داود خان له دوری او بیا د جهاد او مهاجرت له دوری د پښتنو په زړونو کی ننوتلی، دا افت باید له زړونو پاک کړو او ګران افغانستان سره مینه یی پر ځای زړونو کی ځای کړو. ملی کسان ټول د دغی لیکنی ننګه کوی. راځئ چی لږ خپل ایمان ژوندی او د انګریز دغه کثیفه نطفه خنثی کړو. ددغه کثیف ملک له اتوم او پوځ ویره نده پکار که افغانان متحد شی پاکستان له ټول قوت سره بڼکه هم نده، همدا چې حُب وطن او خپل وطن نوم او عزت ته لومړیتوب ورکړو همدا د پاکستان مرګ دی. که د اسلامی امارت مشران د بندرونو خلاصول او د کونړ حاجی صاحبان د چارتارشو قاچاق او داسی نورو مسایلو باندی فکر وکی همدا هم لویه خبره ده. زموږ لاس ملایانو او حاجی صاحبانو تړلی که نه پاکستان هیڅ هم نده . دا یواځی اوس نه بلکی د داود خان له وخته.

  5. ع شریفزاده!
    ټنده غالبوزه یاخو بوزززززز کوي او یا خامخا نیښ لګوي .
    ستا لیکنې او په مقصد یې پوهیدل هماغه بوزززززززززدی. او نیښ لګول دي سیمه یز تعصب دی.

  6. پورته لیکنه یوه جانانه او واقعبینانه او وطندوستانه لیکنه ده.
    خو
    ښکلاء او کیفیت ئې باید داسی بشپړ سی:
    د طالبی حکومت په سیوری کی د پاکستان هیواد ته د ملی دښمن په سترګه کتل په لومړی ګام کی د طالب د موجودیت د نفی عملیاتو ته ټینګه اړتیا لری. د اوسنی حاکمیت په شتون کی د پاکستان سره دښمنی به ۳۳۳۳ ډول ډول ستونزی یو وطن دوست ځوان ته په ۳۳۳۴ ستونزو بدلی سی.

  7. صادق یې او که کاذب زه تا نه پېژنم خو له ور بوزززززڅخه دې داسې معلومیږی چې بزززززززز درنه جوړ شوی یابیسواد یی چې علاج یی مشکله ده زه فکر کوم جاهل ته سلاما کفایت کوی! او که چیرې کوم پخوانی کاسه لیس یا سپېره کمونیست یی ملامت نه یی !!! زه دې دعلاج لاره موندلی شم وطن خو ستاسې له لاسه د بوززززززززز له کچې نه تیرشوی دشلومبو مچه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب