یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهزابل کې ۴ سوه تنه نور هم په کولرا اخته شوي

زابل کې ۴ سوه تنه نور هم په کولرا اخته شوي

تاند( دوشنبه ، د سرطان ۲۷ ) ‏د زابل په مرکز، شهر صفا او شاه‌جوی ولسوالیو کې ۳۹۰ تنه په شدید نس ناستي یا کولرا ناروغۍ اخته شوي.

 د زابل لپاره د طالبانو روغتيايي چارواکو ویلي، چې د دوی له ډلې یو تن مړ شوی هم دی.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې روغتیايي ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د ناروغانو درملنه یې پیل کړې ده.

طالبانو په بلخ روغتيا رياست کې د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د یوې نوې څانګې د ځانګړي کیدو خبر هم ورکړی.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د شدیدې نس ناستې یا کولرا ډوله ناروغۍ له امله د لسګونه تنو د مړينې خبر ورکړل شوی دی.

د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د لازمو روغتيايي اسانتياوو نشتوالی د پراخو تلفاتو اصلي دليل ګڼل کېږي.

پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنيدل او د نړیوالو له لوري ېې نه په رسميت پيژندل سبب شوي، چې په روغتيايي برخه کې هم له افغانستان سره د نړيوالو مرستې خورا کمې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب