جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ستا دا خوږه ژبه، کره ضامن او لنډه وعده

ستا دا خوږه ژبه، کره ضامن او لنډه وعده

دوکتور عدنان احمد

واى په بازار کې يوه سړي غږ کړ چې؛
“که  چا پنځوس زره روپۍ رانه کړي، څه او څه يې وکړم. د قيامت په ورځ يې بيرته ورکوم او ضامن مى دغه امسأ ده”
بل سړى ورته وویل چې بالکل سم واياست، تاسو دومره خوږه ژبه کاروئ، دومره لنډه وعده  او دومره کره ضامن ورکوئ نو چې نه يې درکوي پړ به وي.

زموږ د هېواد حاکمه ډله هم همدغه سړي ته ورته ژبه کاروي. خپل هېواد او بنسټونه مفتوحه ګڼي، دولتي شتمني وسائل او وسائط د غنيمت مال ورته ښکاريږي، له خپل ولس سره د امریکا پاتې شوني ګڼي او له نړيوالو سره د تر سره شويو ژمنو خو اصلاً پروا نکوي خو تعجب دا ده چې ځان د دافغانانو استازى حکومت ګڼي او له نړيوالو څخه په رسمیت پیژندلو خيرات او مرستې غواړي.

زموږ د هېواد نننى خواشينوونکى حالت او زموږ د ولس اوسنى فاجعه زېږوونکى ژوند، د دوحې تړون په نوم د امریکا د يو اړخيزه تګلارې، د اشرف غني او طالب مشرتابه د غلطو محاسبو نتیجه ده. د تير حکومت د واک محوره تګلارو او طالب مشرتابه د هوايي غرور له امله رامنځته شوى دى. له خپل ولس سره اوسنى واټن او له نړۍ سره د تقابل صورت حال به مو هيواد نور هم د ګرداب په منځ کې ايسار پاتې کړي.

په سياسي ډګر کې د پوخوالي د نشتون له امله مو حال داده چې تير نظام مو ونړاوه، ځوانان مو د يوې ګولې ډوډئ موندلو لپاره خپل ژوند د ايراني، پاکستاني، ترکي او نورو هېوادونو د پوله ساتونکو عسکرو، څيرې کوونکو سپيو، واورو، بوږنوونکې يخې هوا، دريابونو او انساني قاچاقبرانو رحم او کرم ته سپاري او دلته حاکمه ډله افغانستان د يوې مدرسې له تشکیل څخه بهر نه ګڼي. ټول وخت په دې تيريږي چې په دغه مدرسه چا ته په کوم يونيفورم کې د راتلو اجازه ورکړي څه دول تدریسي نصاب ولري او د چا لخوا تدریس شي.

داسې ښکاري چې په حکومتي چوکيو ناست ملا صاحبان هم ځانونه په منبر باندې د ناست ملا په څېر واجب الاحترام غيرمسئول ګڼي مګر دا نه ممکن او نه هم موجه ده. د منبر په سر ناست او په محراب کې ولاړ ملا ته د همدغو مقدساتو له امله درنښت کيږي او ولس يې د منبر او محراب له امله محترم ګڼي.

په تولنیزو چارو، سياست او کلتوري مسایلو کې ښکېل او يا هم په حکومتي چوکۍ باندي له ناست ديني عالم سره تعامل مطلقاً جدا خبره ده. حکومت په منظم ډول د يوه منل شوي قانون پربنسټ د خاورې د تماميت او د خپلو ملي اړتیاو د مديريت اجرائيوي ځواک دى او په هره برخه کې په مسئولانه کړنو باندې ملزم ګڼل کېږي او منبر د الهي احکامو د عملي کولو او له منکراتو څخه د ځان ژغورلو د دعوت پيغمبري ټريبيون دى.

بربنډ واقعيت دا دى چې په چوکۍ باندي ناست ملا چې هر کار کوي موږ يې څارو او که هره خبره کوي نو په پټو سترګو يې نه منو. چاڼ کوو يې ارزوو يې او بيا پرېکړه کوو چې د دين له ادرسونو څخه راښکل شوې ده او که د سياسي امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره ده.

ښکاره بيلګه يي د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره تش په نوم د علماو په ننداره ييزه ناسته وه چې علماو خپلې نيمګړتياوې، له ملت څخه واټن او اهمیت نه ورکول يې نړۍ ته وښودل. د شورا لپاره د اهليت معيارونه چې د تير شل کلن نظام په وړاندې به جګړه او يا هم د جګړې ملاتړى پاتې شوى وي يقيناً د افغانانو ملي عنعنې ته سپکاوى وو. له يادو معيارونو څخه څرګندیږي چې د پخواني نظام پلويان او هغه مليونونه افغانان چې په تير شل کلنه دوره کې د هيڅ اړخ پلوي نه وي کړې ددغې ناسته لپاره نااهله وو.

په دغه ناسته کې ناستو خلکو او وينا والو له ستاينو، بيعت کولو او قصيدو ويلو پرته نور څه نه زده وو او نه يې هم اجازه درلوده. د خواشيني ځاى دادى چې د ملت د حذفولو اوسنى امارتي تګلارې به په اوږدمهاله توګه به د ټولنې په منځ کې د ديني کړيو درنښت او عزت ته نه جبران کيدونکې زيانونه ورسوي

د ملايانو په دغه غونډه کې د ملا هبت الله د خبرو لهجه دومره جابرانه او امرانه وه چې د خپل مرستیال خبرې يې هم په زغرده رد کړي. متأسفانه نه يې د خلفا راشدينو د ترحم، تواضع، شفقت، دقت، درايت او رعيت پالنې ملکوتي روحيه نندارې ته وړاندې کوله او نه يې هم د اوسني عصر ويښ، ځيرک، په کورنیو او نړيوالو حساسیتونو او نزاکتونو اګاه مشر په توګه خپل ځان په جرګه کې ناستو کسانو ته ور وپيژانده. نوموړي د نورو له شراکت پرته ټولواک او له هيڅ اړخ سره  تعامل نه کوونکى مطلق العنان پاچا  لهجه وکاروله.

ځان ورته داسې بې خوفه امپراتور ښکاره کيده چې له اتوم بم څخه نه ويرېږي خو د ټولنيزو معلوماتو کچه يې خورا ښکته وه. نوموړى ځان ته هم متوجه نه وو چې د وژل کېدو له وېرې څخه يې لاهم خپل مخ او هويت له خپل ولس څخه پټ ساتلى دى. يوازې خپل ملګري يې په حکومتي دندو باندې د ګمارلو اهل ګڼل او د افغانستان څلويښت مليونه ولس يې په غير مستقيم ډول د امریکا د پاتې شونو او د پخواني حکومت مفسدينو په تور تورن او خپل څنګ ته يې د کينولو حقدار نه ګڼل.

په اوسني عصر کې زموږ د هېواد مشر په شان لهجه يوازې د شمالي کوریا مشر کاروي.البته د دواړو ترمنځ توپیر دومره دى چې شمالي کوريا چاته هم د رسميت پيژندلو لپاره لمن نه غوړوي. وزيران يې د بهرنیو هیوادونو له استازيو سره د خبرو لپاره بهر ته منډې نه وهي. ولس يې په يوه ګوله ډوډۍ پسې بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقي لارو نه ځي. وزيران او واليان يې زرهي موټرو کې نه ګرزي او په پرديو خيراتونو کې له پرديو بوجيو سره انځورونه فيسبوک ته پورته کوي.

که ومنو چې نوموړئ خپلو خبرو کې ريښتونى وه، نو بيا هم خورا څرګنده خبره ده چې نوموړي د خپلو خبرو په تړاو د کورنيو او نړيوالو غبرګونونو باندي پوهه نه درلوده. کله چې انسان د يوه فاميل کورنۍ ټولنې او يا هم د يوه هيواد د مديريت چارې په غاړه واخلي نو خپل چلن بدلوي او د شخصي فکر پرځاى ټولنيزو لومړيتوبونو او ملي ګټو ته ترجیح ورکوي. که مولوى هبت الله د ټولې نړۍ سره د ډغرو وهلو ظرفیت هم لري، خو  هيواد يې د نوموړي د ناوړه تګلارو له امله په بشپړه توګه منزوي شوى دى او ملت يې د بيوزلي له کرښې ښکته ژوندي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب