شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهسېلابونه او د لسګونه تنو مرګ ژوبله؛ زابل ډېر زيانمن شوی دی

سېلابونه او د لسګونه تنو مرګ ژوبله؛ زابل ډېر زيانمن شوی دی

تاند( پنجشنبه ، د سرطان شپاړسمه ) د افغانستان له مختلفو سيمو څخه راپورونه څرګندوي،چې د مرګونو سېلابونو راوتو له امله لسګونه تنه مړه او ېې ټپيان شوي دي دي.

ځايي چارواکي وايي، تراوسه پورې لا د مرګ ژوبلو له کره شمېره خبر نه دي خو یوازې په زابل کې د ۲۰ تنو مړینه تایید شوې ده.

د طبیعي پېښو لپاره د طالبانو د وزارت ویاند محمد نسيم حقاني ويلي،چې په ۱۴ ولایتونو کې باران شوی او دغه باران په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو سبب شوی.

هغه د يادې مرګ ژوبلې د خبر ورکولو تر څنګ دا هم ویلي،چې په ډېرو ولايتونو کې باران او سېلاب د کرنيزو ځمکو فصلونه له منځه وړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ډېره مرګ ژوبله او زيانونه په میدان وردګ، غزني ، پکتيا، ننګرهار، پروان، نورستان، زابل، لغمان، کونړ او کابل ولايتونو کې رامنځته شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو د وزارت ویاند زیاتوي، چې د وروستیو طبیعي پیښو له کبله تر ۶۰۰ پورې کورونه وېجاړ شوي، ۱۶۰۰ څاروي مړه شوي، ۵۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او ۴۰ کیلومتره اسفالټ شوي سړکونه له منځه تللي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر نورو ولايتونو کې هم د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی.

روانه مياشت د افغانستان په سویل ختیز کې چټکې زلزلې نیږدې يو نيم زر تنه مړه، زرګونه ټپیان او سلګونه زره نور زيانمن کړل، چې لا ورسره لازمې مرستې نه دي شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب