شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف ښځو ته د پارک ته تلو مشروطه اجازه ورکړه

امر بالمعروف ښځو ته د پارک ته تلو مشروطه اجازه ورکړه

تاند( پنجشنبه ، د سرطان شپاړسمه ) ‏د طالبانو د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارت، چې د سخت دریځو اقداماتو له کبله ېې سختو نيوکو سره مخامخ دی، د خپلو فعاليتونو په اړه د نرمښت ښودلو هڅې پيل کړي.

د طالبانو د دغه وزارت چارواکو نن د خپلو فعاليتونو په اړه یوه جوړه کړې خبري ناسته کې همداسې څرګندونې کړي دي.

دغه طالب چارواکي وايي تېره یوه میاشت کې ورته تر ۲۱۴ ډېرې عریضې راغلي، چې د طی مراحل کېدو وروسته ورته رسېده ګي شوې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د شکایتونو د اورېدو مرستیال مولوي عبدالرحمن منیر په دې غونډه کې وویل چې دغه وزارت تشکیل درې برخې لري چې د ملکي امربالعروف، نظامي امربالمعروف او شکایتونو د اورېدو څخه عبارت دي.

منير ادعا وکړه، چې دمګړۍ يې له عامو هېوادولو سره چلند نرم او د توصيې پر کچه دی، خو په نظامي برخه کې په جدیت کار روان دی او هڅه کوي چې د حکومت نظامي کسان د امربالعروف له مقرراتو څخه سرغړونه ونکړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د یاد وزارت د شکایتونو د اورېدو معنیت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې، ستونزو ته پر وخت رسیده ګي وشي.

په ورته وخت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي چې وزارت يې د طالبانو د پايښت او ټولنې د اطلاح په موخه هڅې او کار پیل کړی دی.

د نوموړي په وینا په تېره یوه میاشت کې د ټولنې له مختلفو جهتونو سره ناستې درلودې او د چارو د ښه پرمخ بېولو لپاره يې ورسره سلا مشورې کړې دي.

عاکف زیاته کړه هغه تفریحي ځایونه چې د نارینه وو او ښځینه وو لپاره بېل او مشخص ځایونه ولري، هېوادوال کولای شي هر وخت چې وغواړي ترې لیدنه وکړي او ورشي.

ویاند همدارنګه وویل که هر څوک له حکومتي کارکوونکو، پوځیانو او یا بل چا څخه شکایت ولري، کولای شي په اسانۍ سره يې د امربالعروف وزارت کې ثبت کړي، نوموړي ټولو شکایتونو ته پر وخت د رسېده ګۍ ډاډ هم ورکړ.

د طالبانو دغه وزارت،‌ چې د ښځو چارو د وزارت پر ځای جوړ شوی، د سخت دریځو قیوداتو له کبله ېې د ښځو پر وړاندې د مبارزې وزارت په نوم مشهور شوی دی.

1 COMMENT

  1. که رښتیا هم تر طالب او ځان نه دی الله رب العزت او رسول الله صلی الله علیه و سلم در باندی ګران وی؛نو اول امانات وپیژنی او بیآ یی اهل ته وسپاری،نو بیا به څه وشی؟
    اول ـ کانالونه به له وژل شویو نه ډکیدل ۰
    دوهم ـ وعده خلافی به نه وه او امراوو به له کذب نه ډډه کوله۰اتامرون الناس بالبر و تنسون انفسکم۰۰۰ ترعتاب او عقاب لاندی نه راتلی ۰
    دریم ـ د عملی دعوت لار دا ده چې خپلی کورنی له بهر نه راولی، د ښځو اصلاح او دعوت خپلو ښځو،
    خویندو او لوڼو ته وسپاری ،کیدای شی هغوی عاطفه ،ترحم او شفقت ،د دعوت ژبه او ځینی یی ښه کفا یت او اهلیت ولری او کار یی دومره حساسیتزا نه وی،نور د ښځو کار ښځو ته پریږدی،تشویش مه کوی د تاسی له
    انحصار نه ،نه وځی،بلکی انحصار به فامیلی شی۰
    څلورم ـ فسئلوا اهل الذکر د الله ج امر دی،تیرو یوولس میاشتو وښودله چې د اسلامی امارت لپاره
    ډیر څه نلری،نو د فساد عالِم نه،فساد عالَم راوځی او دا مدرسه او ملا د اسلامی اِمارت لپاره لازمی
    فهم،تربیت او نور ترکیبی عناصر نلری نو ځکه رشد او جذب نلری او د تکامل په ځای ګراف یی نزولی
    سیر طی کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب