شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهانس حقاني په حج کې:د ملا عمر موټر موزیم کې کیږدئ؛ ملا...

انس حقاني په حج کې:د ملا عمر موټر موزیم کې کیږدئ؛ ملا هبت الله: خپل حج ته متوجه اوسئ

تاند( پنجشنبه ، د سرطان شپاړسمه ) د طالبانو د حقاني شبکې یوه مخکښ انس حقاني،چې سعودي عربستان ته د حج لپاره تللی،په ټويټر کې د پخوا په شان فعال دی او ان ځینې وخت په سپیس بحثونو کې خبرې کوي.

 ‏هغه‌ د هغه موټر په اړه،چې ويل کيږي د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد موټر په اړه يو ټویټري کمپاين پيل کړی.

دغه موټر،چې ويل کيږي د زابل د سیوري ولسوالۍ په عمرزو کلي کې له خاورو رایستل شوی دی،انس حقاني یې په ملي موزيم کې د ايښودو غوښتنه کړې ده.

له دې سره د طالبانو د ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په نامه د حج مراسمو د ګډونوالو په نوم ځینې سپارښتنې خپرې شوي دي.

په دې سپارښتنو کې د نورو ټکیو ترڅنګ ويل شوي چې د حج مراسمو ګډونوال دې د انځورونو د اخيستو او نورو وخت ضايع کوونکو چارو پر ځای خپلو عبادتونو ته سمه پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر او شاوخوا یو نیم سل نور لوړپوړي چارواکي هم د حج په سږنيو مراسمو کې برخه لري.

د‌ دوی د ډېرو عکسونه رسنيز شوي،چې د منتقدینو له لوري نقد شوي هم دي او ويل شوي چې د افغانستان په دې بد اقتصادي وضعیت کې بايد دولتي امکانات د ميليونونه وږو او خوار ځواکۍ ځپلو خلکو د ژغورنې لپاره وکارول شي.

1 COMMENT

  1. یو څو ترخې څرګندونی:
    د حج د وجوب په حقانیت او د حج په حلاوت کی خو هیڅ شک نسته. حج کول د پنځو بناوو څخه شمېرل کیږی چی ډیره په زړه پوری او الهام بخښونکې فلسفه لری.
    د حج د فریضې مخالفین داسی استدلال کوی چی ګواکی نن سبا د وطن کړکیچن اقتصادی وضعیت ته په کتو سره ، د حج فریضه ناښکلې ښکاری البته ددې کسانو استدلال د منلو وړ نه دئ ځکه دا یوه فریضه ده او د وطن د عمومی حالاتو د څرنګوالی سره هیڅ ارتباط نلری. غریبان او مسکینان خو په هره ټولنه او هره زمانه کی شتون لری بناً دا حالت په هیڅ توګه د حج د فریضې د اسقاط لامل نه سی ګرځېدای. سکولر مخلوق دی دا ډول استدلالونه په مغرب زمین کی هم وکاروی. په زرګونو اروپائیان او امریکائیان سختی اقتصادی ستونزی لری خو ډیر اروپائیان او امریکائیان په تفریحی او حتی مذهبی سفرونو کی ( خوشی ) روپۍ لګوی! !!!!.
    پورته بیان یو عمومی بیان دئ
    امّا
    خاص بیان:
    ۱ – آیا پر طالب مشرانو د حج اداینه فرض ده؟ آیا مالی توان لری؟ که ئې لری نو دا مال ئې له کومی لیاری لاسته راوړیدئ؟ دا د ملت روپۍ دی او که ډبرو د سکرو د فروش روپۍ دی او که د لندن او لاهور او واشنګټن لخوا د ټاکل سوو معاشونو یوه برخه ده؟
    ۲ – ما ته خو داسی ښکاری چی دا کار ( د طالب چارواکو ګډون د حج په مراسمو کی ) د لویو فکری – استخباراتی مرکزونو لخوا یو دستور دئ ( ممکن دا دستور طالبی حاجیانو ته محسوس وی یا نامحسوس ) څو عام وولس او ځوانان د دینی فرهنګ په وړاندی بدبین او یاغی کړی.
    ۳ – دا ملا برادر او انس حقانی او نور طالب کُسمادران چی په مطاف کی په لږه فاصله د لڅ مخو ښځو سره مخامخ کیږی آیا دا پوښتنه نه ور ته پیدا کیږی چی ولی پخپل هیواد کی حتی په تلویزیون کی د ښځینه کار کوونکو ښځو په وړاندی د تحجر څخه کار اخلی او هغوی د مخ په پټیدو مجبوروی؟
    ۴ – انس حقانی غواړی چی د ملا عمر موټر په موزیم کی کښیږدی ( موزیم به هغه وخت په دې موټر نوره ښکلاء ومومی چی د ملاعمر جسد ئې پر اشترینګ ناست یا پروت وی ).
    ګوره انس خانه!
    ملا عمر او تر خاورو لاندی موټر ئې په بی بی سی کی طراحی سویدئ او ستا د سپارښتنی پرته:
    < ملاعمر او کارنامه او سایه او سناریو ئې د کلونو کلونو را پدیخوا د عجائبو په موزیم کی د نڅا په حال کی ده》.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب