شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد‌ پنجشېر له خلکو غوښتنه؛ذبیح الله مجاهد: د غره ييزو دښمنانو خلاف...

د‌ پنجشېر له خلکو غوښتنه؛ذبیح الله مجاهد: د غره ييزو دښمنانو خلاف راسره یو لاس شئ

تاند( پنجشنبه ، د سرطان شپاړسمه ) ‏د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشېر د خلکو په نوم په يوه ځانګړي پيغام کې د مقاومت ډلې خلاف له دوی د مرستې غوښتنه کړې ده.

نوموړي ويلي:« پنجشیر د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی، ولس یې هم د افغان ملت نه جلا کیدونکی جزء دی چې یو تر بله د دیني اخوت، ورورولۍ او خواخوږۍ په رسۍ تړلي دي.»

مجاهد ادعا کوي،چې بهرنۍ رسنۍ او داسلام او هېواد دښمنان په خپلو تبلیغاتو هڅه کوي، چې د طالبانو او‏پنجشیر د ولس تر منځه تفرقه ایجاد کړي.

هغه زياتوي،چې دوی پنجشیر کې هم د سرتاسري امن لپاره هڅې کوي او له خلکو ېې غواړي،چې د اسلامي نظام د قیام، ‏سولې او ثبات لپاره دوی سره همکاري وکړي.

د طالبانو وياند،چې مخکې يې پنجشېر کې د دوی د مخالفانو موجوديت نه انکار کاوه، په دې پيغام کې وايي:«هغه باغیان چې کله ناکله له غرونو راښکته کېږي او شرارت جوړوي، ولس یې باید پخپله مخنیوی وکړي او یا یې مجاهدینو ته حال ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده،چې مخکې د طالبانو ملايانو په يوه لويه غونډه کې د طالبانو خلاف وسله وال مخالفت بغاوت ګڼلی او د مخالفانو د سر غوڅولو فتوا يې ورکړې ده.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، دا ډله بیا – بيا په پنجشېر کې په پراخو بشري جنایتونو تورنه شوې، خو دوی دا تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب