شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهپه کونړ او ننګرهار کې تر ۱۰۰ ډېر مړي موندل شوي

په کونړ او ننګرهار کې تر ۱۰۰ ډېر مړي موندل شوي

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۱۶ مه) د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبان د پخواني حکومت غړي وژني او د هغو قتل د داعش په غاړه اچوي.

د څار سازمان وايي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته د کونړ او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکو د څه باندې ۱۰۰ تنو مړي په کانالونو، ویالو او نورو ځایونو کې موندلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور پر اساس، چې پرون (پنجشنبې) یې خپور کړ، طالبانو د دغو دوو ولایتونو د خلکو پر کورونو د شپې د حملو په ګډون چاپې اچولي او د هغوی کورونه یې تلاشي کړي دي.

طالبان ادعا کوي چې دا بریدونه داعش کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، طالبانو د تلاشۍ او چاپو په مهال خلک وهلي او هغه نارینه چې دوی یې د داعش په غړیتوب تورنوي، د قانوني مراحلو له بشپړولو پرته نیولي او راځړولي دي.

راپور زیاتوي، یو شمېر کسان، چې طالبانو نیولي، بې درکه شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان اسیايي مرستیاله پاتریشیا ګاسمن وايي:«موږ په ننګرهار کې یو تش کانال ولټاوه چې هلته د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۲ تر اپریل پورې د څه باندې سلو تنو مړي پراته وو. داسې ښکاري چې طالبانو خپلو ځواکونو ته د نیونو او وژنو بشپړ واک ورکړی دی.»

د بشري حقونو د څار سازمان د یوه ځايي سازمان په همکارۍ، چې په امنیتي دلایلو یې نوم پټ ساتل شوی، د ۲۰۲۱ له اکتوبر څخه د ۲۰۲۲ تر جون پورې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې له ۶۳ تنو سره خبرې کړي دي.

په اکتوبر کې د دواړو سازمانونو یوه ټیم ۵۴ مړي، چې په یوه کانال کې اچول شوي وو، وموندل.  د ځینو دغو کسانو لاسونه او پښې نه وې، تر غاړو یې پړي راتاو شوي وو او سرونه یې یا پرې او یا یې غاړې پرې شوې وې.

په  ننګرهار کې روغتیايي کارکوونکو ویلي چې د اګست او سپټمبر د میاشتو ترمنځ په دې ولایت کې د ۱۱۸ تنو مړي موندل شوي وو.

ملګروملتو هم په خپل راپور کې ویلي، د طالبانو په عملیاتو کې، چې دوی یې د داعش پر ضد بولي، په پراخه پیمانه غیرقانوني نیونې او قتلونه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب