جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهملګري ملتونه: وروستيو زلزلو ۲۰زره افغان ښځې وځپلې

ملګري ملتونه: وروستيو زلزلو ۲۰زره افغان ښځې وځپلې

تاند( چارشنبه ، د سرطان پینځلسمه ) ‏‏‏د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق په یوه اعلامیه کې راغلي،چې وروستيو زلزلو په افغانستان کې ۲۰زره ښځې ځپلي دي.

ياد شوي صندوق ويلي،چې په دغو ځپل شویو کسانو کې۲زره حامله مېرمنې هم شاملې دي‌.

دغه نړیوال صندوق وړاندوينه کوي،چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې به د زلزله ځپلو سیمو څه باندې ۶۵۰حامله مېرمنې اولادونه هم وزیږوي.

د ځپل شوو مېرمنو په تړاو ويل شوي،چې لازمو روغتيايي او نورو اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

دغه صندوق زياتوي،چې سږ کال ۹،۲ میلیونه افغانانو ته د رواني – ټولنیزو اړتیاوو په برخه کې د مرستې لپاره ۲۶۰میلیونه ډالره غوښتي،چې ۱۱ سلنه ېې په لاس ورغلې ده.

څو اونۍ مخکې د افغانستان په سویل ختیز کې د پکتیکا او خوست ولايتونو يو شمېر سیمې سختې زلزلې وځپلې.

د نړیوال روغتیايي سازمان شمېرې ښيي،چې په دې زلزلو کې ۱۰۲۶تنه مړه شوي او ۶۰۸۳تنه نور ټپيان دي.

په ټوله کې د زيانمنو شويو کسانو شمېر څه باندې درې نیم لکه تنه ښودل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...