شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهمتقي: زموږ په اړه د بې بنسټه ادعاوو له مخې قضاوت مه...

متقي: زموږ په اړه د بې بنسټه ادعاوو له مخې قضاوت مه کوئ

تاند( چارشنبه ، د سرطان پینځلسمه ) ‏‏‏‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د یوناما د استازولۍ مرستیال او سرپرست مارکس پوتزل سره وکتل.

 د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې،‌ په دې لیدنه کې پوتزل د خپل ماموریت په تړاو متقي ته معلومات ورکړل او د ښه ماموریت د ترسره کولو لپاره یې د طالبانو د حکومت همکاري او همغږي لازمه وبلله.

‏د یوناما سرپرست وویل؛ ملګري ملتونه په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د دیپلوماتیک ماموریت هرکلی کوي او غواړي چې د شته سفارتونو تر څنګ نور سفارتونه هم پرانیستل شي.

‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د یوناما له نوي سرپرست څخه د ښه ماموریت د ترسره کولو هیله وکړه او زیاته یې کړه چې د یوناما له استازولۍ څخه توقع لري چې د افغانستان او نړۍ تر منځ د مثبتو اړیکو او مثمر تعامل رول اداء کړي.

د خبرپاڼې له مخې:«‏ملا متقي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې زموږ په اړه دې د مغرضو کړیو په بې بنسټه ادعاوو قضاوت نه کیږي، هغه وویل د نوي حکومت په راتګ سره وضعیت ډير ښه شوی دی، اوس سرتاسري امنیت تامین دی، هر داخلي او خارجي ارګان که وغواړي خپل ماموریت په ډير ښه او شفاف ډول مخته وړلای شي.»

طالب وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي،چې د دوی د واکمنۍ منتقدین د طالبانو افراطي کړنې تر هر څه ډېر د دوی پر وړاندې خنډ جوړونکي ګڼي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی